تازه خبرونه

وزیر اعلی سهیل افریدی : د نجونو کېډټ کالجونه د باکرداره او باصلاحیته مشرتابه د روزنې مهم مرکزونه دي

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي په وینا کې اوویل چې خېبر پښتونخوا هېواد ته ارزانه برېښنا برابروي، خو د آی‌پي‌پیز سره د شوو تړونونو له امله ولس ته ګرانه برېښنا ورکول کېږي
وزیر اعلیٰ خېبر پښتونخوا محمد سهیل آپریدی د ګرلز کېډټ کالج مَردان د والدینو ورځې په مراسمو کې د زده‌کوونکو سره، د مډالونو د وېش پر مهال

وزیر اعلیٰ سهیل آفریدی وویل چې د وفاق له خوا د فنډونو نه ورکولو له امله د پرمختیايي پروژو لګښتونه زیاتېږي

مردان: د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ محمد سهیل آفریدی په ګرلز کېډټ کالج مَردان کې د والدینو ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ او ګډونوالو ته یې وینا وکړه.

نوموړي زده‌کوونکو، والدینو، ښوونکو او د ادارې انتظامیې ته مبارکي وویله او د تعلیمي ادارې د مجموعي کارکردګۍ یې ستاینه وکړه

په دې موقعه صوبایي وزیران ارشد ایوب او شفیع جان، د قومي اسمبلۍ غړی عاطف خان او د مَردان اړوند د صوبایي اسمبلۍ غړي هم له وزیر اعلیٰ سره ملګري وو

د مراسمو پر مهال وزیر اعلیٰ سهیل آپریدی هغو کېډټ نجونو ته مډالونه او ټرافۍ ورکړې چې په نصابي او غیر نصابي فعالیتونو کې یې غوره مقامونه ترلاسه کړي وو

 هغه وویل چې د نجونو کېډټ کالجونه د داسې مشرتابه د جوړولو سرچینه ده چې هم وړتیا لري او هم ښه کردار لرې

وزیر اعلیٰ د خپلې وینا پر مهال په ضلع خېبر کې د ګرلز کېډټ کالج د جوړولو اعلان وکړ او همداراز یې د ګرلز کېډټ کالج مَردان تر جوړېدو لاندې ودانۍ په وخت  بشپړولو لپاره د فنډونو د ورکولو اعلان هم وکړ

هغه وویل چې د ګرلز کېډټ کالج مَردان کې د ټول پاکستان څخه زده‌کوونکې زده‌کړې کوي، چې دا د یادی ادارې ملي اهمیت څرګندوي

نوموړي زیاته کړه چې صوبایي حکومت د تعلیم، صحت او حکمراني په ګډون په ټولو برخو کې وړتیا ته پام لرنه کوي

وزیر اعلیٰ وویل چې له سیاسي ثبات پرته اقتصادي ثبات ممکن نه دی، او ښوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې زده‌کوونکي باید د صوبې له مالي او آئیني حقونو خبر وي، څو نوې نسل خپل حقونه او مسؤلیتونه په ښه توګه درک کړي

هغه وویل چې د خېبر پښتونخوا شاوخوا ۴۵۰۰ اربه روپۍ د وفاق پر ذمه پاتې دي، د صوبې پر وسایلو وفاق واکمن دی او په محدودو وسایلو کې د لامحدوده ستونزو حل هڅه کېږي. نوموړي زیاته کړه چې پخوانۍ فاټا که څه هم اداري ډول ورګډه شوې، خو مالي پلوه لا هم بشپړ انضمام نه دی شوی

وزیر اعلیٰ سهیل آفریدی وویل چې د وفاق له خوا د فنډونو نه ورکولو له امله د پرمختیايي پروژو لګښتونه زیاتېږي، او که صوبې ته خپل بقایاجات پر وخت ورکړل شي، نو پر ولس د پانګونې کچه نوره هم لوړېدای شي

هغه وویل چې خېبر پښتونخوا هېواد ته ارزانه برېښنا برابروي، خو د آی‌پي‌پیز سره د شوو تړونونو له امله ولس ته ګرانه برېښنا ورکول کېږي. نوموړي اندېښنه وښوده چې شاوخوا ۳۰ لکه کسانو هېواد پرېښی او پرېکړه کوونکي باید د هېواد په اړه  جدي غور وکړي

د وینا په پای کې وزیر اعلیٰ واضحه کړه چې د صوبې د حقونو د ترلاسه کولو مبارزه به د سیاسي جدوجهد ترڅنګ روانه وي او د خېبر پښتونخوا د ولس پر ګټو به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *