تازه خبرونه

افغان طالبان او  د نشه‌يي توکو په اړه د ملګرو ملتونو رپورټ د نړۍ سترګې غړولي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا،افغان طالبانو په اړه تازه راپور وايي، په زور ټینګ شوی نظم د تل پاتې سولې بدل نه شي کیدلی تر څو طالبان د ترهګری په ضد او ثبات دپاره ګامونه وانه خلې

1 min read

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه، چې پکې د افغان طالبانو په افغانستان کې د امنیت، بشري حقونو او سیمه‌ییزو اغېزو په اړه بحث شوې دې

د افغان طالبانو په افغانستان کې د واک په اړه دملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې، راپور یو ډېر تریخ انځور وړاندې کوي، د ملګرو ملتونو له مخې، افغان ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي

December 20, 2025

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل تازه راپور ایس ۲۰۲۵-۷۹۶  کې افغانستان داسی عکس وړاندی کړی  چې طالبان پکې په هېواد بشپړ کنټرول لري، خو دا کنټرول لا هم د ملي پخلاینې، دوامدارې سولې او سیمه‌ییز ثبات ضمانت نه شي کېدای.

راپور څرګندوي چې افغانستان دا مهال د بې‌مفاهیمې واکمنۍ تر سیوري لاندې دی، یعنې واک شته، خو سیاسي شمولیت، ټولنیزه همغږي او د تل پاتې سولې بنسټیز اصول شتون نه لري

راپور وايي چې طالبانو مرکزي واک ټینګ کړی او ښکاره وسله‌وال مخالفت یې تر ډېره ځپلی، خو دا ظاهري نظم د مشروعیت او ولسي رضایت ځای نه شي نیولای.

د ملګرو ملتونو په وینا، هغه ثبات چې د زور له لارې ټینګ شي، د هغه سولې بدل نه دی چې له سیاسي ګډون، بشري حقونو، اقتصادي بیا رغونې او سیمه‌ییزې همکارۍ څخه راټوکېږي

د نشه‌يي توکو بدلېدونکې بڼه

راپور تاییدوي چې د ۲۰۲۲  کال پرتله د کوکنارو کرکېله تر ۹۵  سلنې زیاته کمه شوې، خو خبرداری ورکوي چې د نشه‌يي توکو اقتصاد ختم شوی نه دی، بلکې بڼه یې بدله کړې ده.

 د اپینو پر ځای اوس میت امفیټامین او نور مصنوعي نشه‌يي توکي تولید او قاچاق کېږي. د یواین او ډي سي په وینا، د میت د نیولو زیاتوالی ښيي چې د افغانستان نشه‌يي اقتصاد لا پټ، خو لا ډېر خطرناک پړاو ته داخل شوی دی. که څه هم طالبان د ۱۴۰۰ لابراتوارونو د له منځه وړلو او د ۱۴ زره قاچاقبرانو پر ضد د عملیاتو دعوه کوي، خو راپور وايي چې د نشه‌يي اقتصاد بنسټیز جوړښت لا هم پر ځای دی

 ترهګرو لپاره خوندي پناه‌ګاه  

د امنیت په برخه کې، راپور د طالبانو هغه ادعا ردوي چې افغان خاوره د ترهګرو له‌خوا نه کارول کېږي. د ملګرو ملتونو له مخې، دا مهال له شلو زیات ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي، چې پکې تحریک طالبان پاکستان ، القاعده او جماعت انصارالله شامل دي. راپور ټینګار کوي چې د دغو ډلو د شتون انکار د ځمکنیو واقعیتونو خلاف دی

ترټولو لوی ګواښ، ټی ټی پی

راپور تحریک طالبان پاکستان د سرحد هاخوا د بې‌ثباتۍ تر ټولو لوی لامل ګڼي، د ملګرو ملتونو په وینا، شاوخوا شپږ زره د ټي ټي پي جنګیالي د افغانستان په ختیځو ولایتونو خوست، کنړ، ننګرهار، پکتیکا او پکتیا کې فعال دي. یوازې په 2025۲۰۲۵  کال کې، دې ډلې په پاکستان کې له ۶۰۰ زیات بریدونه کړي او د ,,الخندق،، په نوم یې نوې کمپاین اعلان کړی، چې پکې پوځي اهدافو ترڅنګ چینایي ګټې هم په نښه شوې دي. راپور دا هم وايي چې ټي ټي پي  ته په افغان خاوره کې لوژستیکي او مالي اسانتیاوې شته او د دې ډلې د مشر نور ولي محسود کورنۍ ته د میاشتني درې میلیونه افغانیو د ورکړې معلومات هم شامل دي

د القاعده او داعش موجودګي:

راپور زیاتوي چې القاعده لا هم په افغانستان کې له خوندي پناه‌ځایونو ګټه اخلي، د دې ډلې لوړپوړي قومندانان په کابل کې موجودګي لري او د القاعده برصغیر څانګې 200 تر 300 جنګیالي په پاکستان تمرکز لري

داعش په اړه ویل شوي چې شاوخوا دوه زره جنګیالي یې په شمالي او ختیځ افغانستان کې فعال دي، چې له مصنوعي ځیرکتیا، کریپټو کرنسۍ، پټو پلیټفارمونو او د   ډي ۳  پرنټ وسلو پرزو کار اخلي، او  د مدرسو له لارې کم‌عمره ماشومان جذبوي

سیاسي نظم او واکمني

راپور وايي چې د طالبانو واکمني په بشپړ ډول متمرکزه ده. هبت‌الله اخندزاده له کندهاره پرته له هر ډول ولسي بحث، پارلمان او شفاف مشورتي بهیر حکومت چلوي. د راپور له مخې، طالبان د اغېزمنې ادارې پر ځای خپل داخلي یووالی لومړیتوب ګرځولی. که څه هم 28 بهرني ماموریتونه او نړیوال بنسټونه په کابل کې فعال دي او د طالبانو 42 نمایندګي دفترونه بهر کار کوي، خو روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې رسميت پېژندلی. راپور یادونه کوي چې د 2025 کال د جولای پر 8مه، د نړیوالې جنایي محکمې له‌خوا د هبت‌الله اخندزاده او د طالبانو د سرپرست قاضي پر ضد د ښځو پر وړاندې د جنایتونو په تور د نیولو وارنټونه صادر شوي دي

د بشري حقونو کړکېچ

د بشري حقونو په برخه کې، راپور یو ډېر تریخ انځور وړاندې کوي. د ملګرو ملتونو له مخې، افغان ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي؛ لسو کې اته ښځې له زده‌کړو، کار او مسلکي روزنې محرومې دي. افغانستان د جنسیتي نابرابرۍ له مخې د نړۍ دویم هېواد دی او د منع‌کوونکو پالیسیو له امله اقتصاد ته هر کال له یو میلیارد ډالرو زیات زیان رسېږي

د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د ښځو پر کار محدودیتونه، د رسنیو تړل، د خبریالانو نیول او د پخوانیو امنیتي کارکوونکو ناقانونه وژنې هم په راپور کې ثبت شوي دي

اقتصادي وضعیت

راپور وايي چې د افغانستان اقتصاد ظاهراً  انعطاف‌منونکی خو کمزوری  دی. د 2025 کال په لومړۍ نیمایي کې جي دي پي کې 6.5 سلنه کموالی، 75 سلنه بې‌کاري او له 90 سلنې زیات نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د فرد میاشتنی عاید شاوخوا 100 ډالر دی او له 70 سلنې زیات خلک پر بشري مرستو تکیه لري. د 2023 کال له اکتوبر وروسته د 4.5 میلیونه افغانانو جبري ستنېدنې پر سرچینو سخت فشار راوړی، او د پاکستان سره سرحدي بندیزونو افغان اقتصاد ته هره ورځ نږدې یو میلیون ډالر زیان رسولی

د پاکستان رول

راپور روښانه کوي چې پاکستان باید د افغانستان په کړکېچ کې د یو اړخ پر ځای د اغېزمن شوي سټېک‌هولډر په توګه وکتل شي، ځکه سرحدي بریدونه، د کډوالو ستنېدل، امنیتي ګواښونه او اقتصادي اغېزې پرې مستقیمې دي. شنونکي وايي، د دې راپور تر ټولو مهم اړخ دا دی چې دا د ملګرو ملتونو د شواهدو او ژبې پر بنسټ ولاړ دی، نه د کوم ځانګړي سیمه‌ییز بیانیې

راپور په پای کې ټینګار کوي چې په زور ټینګ شوی ثبات د حقیقي سولې بدیل نه شي کېدای، او تر هغو چې طالبان د انکار پر ځای د تایید وړ عملي ګامونه وانخلي، په افغانستان کې به تلپاتې سوله لا هم یو لرې حقیقت پاتې وي

Related Articles

د سرچینو ترمخه د ضلع خیبر په وادي تیراه برقمبرخیل سیمه کې د امنیتي سرتیرو یو ګاړي له ترهګرو لوري د سرک پر سرښخ یو بم له لارې هدف وګرځول شو

December 21, 2025

په لنډي کوتل کې د خیبر ټیکنیکل انسټیټیوټ له لوري د شاهد افریدي فاونډیشن په مرسته ځایی ښځینه زده کوونکو ته ۱۰۰ سلایی، د جامو ګنډولو ماشینونه ورکړل شو

December 21, 2025

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي په وینا کې اوویل چې خېبر پښتونخوا هېواد ته ارزانه برېښنا برابروي، خو د آی‌پي‌پیز سره د شوو تړونونو له امله ولس ته ګرانه برېښنا ورکول کېږي

December 20, 2025

مسعود پزشکیان د ګډو سرحدي سیمو پر همکارۍ ټینګار کړی او ویلي ی دي چې ایران د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د ثبات او اقتصادي پیاوړتیا لپاره هڅې زیاتوي

December 20, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *