تازه خبرونه

په بویا کیمپ سیکوریټي ځانمرګي برید: پاکستان د افغان طالبانو پر وړاندې سخت احتجاج کړې

اسلام‌اباد وايي له افغانستان خاورې ترسره شوي برید کې په شمالي وزیرستان کې څلور پاکستاني سرتېري شهیدان شوي او د افغان سفارتي استازي ته سخت پیغام ورکړل شوی
په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ یا د بهرنیو چارو ویاند میډیا سره خبرې کوی

پاکستان افغان طالبانو باندې غږ کړې چې له خپلې خاورې د فعالیت کوونکو ټولو ترهګرو ډلو پر ضد، د هغوی د مشرانو په ګډون، سمدستي، عملي او د تایید وړ ګامونه واخلي

اسلام آباد: پاکستان د افغانستان د طالبانو له واکمنو چارواکو پر ضد د افغان خاورې ترسره شوي  له یوې مرګونې ترهګریزې حملې وروسته سخت احتجاج کړې دې

دغه برید د شمالي وزیرستان په یوه پوځي کیمپ شوی او پکې څلور پاکستاني سرتېري شهیدان شوي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د رسمي بیان له مخې، دا برید د خوارج وسله‌والو له لوري شوی چې د خوارجي ګل بهادر ډلې سره تړاو لري او له افغان خاورې ترسره شوی دې

د پېښې په غبرګون کې، په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفارت مرستیال د بهرنیو چارو وزارت ته را غوښتل شوی تر څو د پاکستان ژوره اندېښنه ورته ورسول شي

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان طالبانو د رژیم له لوري دی ډلې ته پرله‌پسې ملاتړ او اسانتیاوې ورکول کېږي، چې له امله یې یادې ډلې د پاکستان پر پوځي ځواکونو او ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د پاکستان ـ افغانستان پولې او شاوخوا سیمو کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي

پاکستان ټینګار کړی چې په افغانستان کې د دغو ډلو لپاره موجود نرم او ازاد چاپېریال د کابل له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دی، په ځانګړي ډول له هغو ژمنو سره چې افغانستان پاکستان سره کړې وې چې خپله خاوره به د کوم بل هېواد پر ضد د ترهګرۍ لپاره نه کاروي

اسلام‌اباد د برید په اړه د بشپړې پلټنې او د ټولو عاملینو او مرسته کوونکو پر ضد د ښکاره اقدام غوښتنه کړې ده

 همداراز افغان طالبانو ته ویل شوي چې له خپلې خاورې د فعالیت کوونکو ټولو ترهګرو ډلو پر ضد، د هغوی د مشرانو په ګډون، سمدستي، عملي او د تایید وړ ګامونه واخلي او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره د کارېدو مخه ونیسي

په بیان کې دا هم ویل شوي چې پاکستان په څرګندو ټکو افغان طالبانو ته خبر ورکړی چې د خپلې ملي حاکمیت د دفاع او د خپلو وګړو د ساتنې حق لري او د افغانستان له خاورې د راپورته کېدونکې ترهګرۍ پر وړاندې به ټول اړین اقدامات ترسره کړي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هغه اعلامیه چې پکې ی افغان سفیر ته د بویا کیمپ ځانمرګي برید په اړه سخت احتجاج کړې دې

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *