تازه خبرونه

 شمالي وزیرستان کې  امنیتي ځواکونو ځانمرګي برید ناکامه کړې

د امنیتي سرچینو ترمخه ځانمرګي برید ګر میران شاه سره نزدې بویا سیکوریټي کیمپ سره د بارودو ډک ګاړي ته چاودنه ورکړه – څلوريامنیتي سرتیرې معمولي ټپیان شوي
د شمالي وزیرستان په بویا سیمه کې د ځانمرګي برید وروسته د امنیتي ځواکونو پر مرکز د اوښتو زیانونو څېړنه

د شمالی وزیرستان دې وروستي بریدګر چې افغان وګړې وو، دا تایدوي چې په افغانستان کې د ترهګرو پټځایونه دي او پاکستان ددې تکرار په نړیوالو فورمونو بیا بیا کړې دي

شمالي وزیرستان: د دته خېل تحصیل د بویا سیکوریټي کیمپ پر سر ځانمرګی برید شوی دی،پولیسو دا برید تاید کړې دې خو بشپړ تفصیلات ی نه دي ورکړي

د سرچینو ترمخه د برید وروسته د  پېښې په ځای کې درنې ډزې هم واوریدل شوې  او د ځانمرګي برید له ځایه لوګی پورته شول

د راپورونو له مخې، ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډکه موټر کارولې دې، پولیس، امنیتي ادارې، د بم شنډولو ډله   او ریسکیو ټیمونه د پېښې ځای ته ورسیدل

د امنیتي سرچنیو ترمخه ځانمرګي برید وروسته ترهګرو غوښتل چې کیمپ ته ننوځي خو له امنیتي سرتیرو لوري سمدستي اقدام وشو او د یو ځانمرګي برید ګر سره ټول ۵ پینځه برید کوونکي له منځه یوړل شول

سرچینې وایی چې د برید پر مهال امنیتي سرتیرو د ترهګرو پر ضد سمدستي اقدام وکړو، په میړانه وجنګیدل  او  ۴ څلور امنیتي سرتیري معمولي ټپیان شول

د یاد برید ذمه واری ناقانونه ګرځول شوې ډلې حافظ ګل بهادرسره اړوند یوې ډلې اسود الحرب په خپله غاړه اخستې ده

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو د یو شمیر بریدونه ذمه واري هم دې ناقانونه ګرځول شوې ډلې په خپله غاړه اخستې ده

شمالي وزیرستان: میران شاه سره نزدې بویا سیکوریټي کیمپ باندې د ځانمرګي برید وروسته منظر

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *