تازه خبرونه

پاکستان خبرداری ورکړی چې د خپلو اوبو د برخې بندول یا اړول به د جګړې اقدام وبلل شي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې ده چې د اندس د اوبو تړون بشپړه بحالي او عملي کېدل یقیني کړي
د پاکستان د مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي دي چې پاکستان د نړیوال قانون او د شته میکانیزمونو له لارې د ستونزو د حل ملاتړ کوي، خو پر خپلو ملي حقونو به هېڅ ډول معامله ونه کړي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې ده چې د اندس د اوبو تړون بشپړه بحالي او عملي کېدل یقیني کړي

اسلام‌اباد : د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خبرداری ورکړی چې که د پاکستان د اوبو قانوني برخه ودرول شي، واړول شي او یا پرې کموالی راوستل شي، نو دا به د جګړې اقدام وبلل شي.

 نوموړي وویل چې پاکستان د خپلې اوبو د امنیت په اړه هېڅ ډول جوړجاړي ته تیار نه دی

اسحاق ډار د بهرنیو چارو وزارت کې د یو بریفنګ پر مهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اندس د اوبو تړون بشپړه بحالي، ساتنه او عملي کېدل یقیني کړي

دا تړون چې په ۱۹۶۰ کال کې د پاکستان او هند ترمنځ لاسلیک شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیندونو د اوبو د وېش بنیادی چوکاټ ټاکي

نوموړي وویل چې پاکستان په پرله‌پسې ډول د هند له لوري د اوبو د مدیریت او د هغو سیندونو پر سر د زیربنايي پروژو په اړه خپلې اندېښنې نړیوالو فورمونو ته رسولې دي، کوم سیندونه چې د تړون له مخې پاکستان ته ځانګړي شوي دي

 هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو ځانګړي میکانیزمونو هم د هند د اوبو اړوندو اقداماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده

اسحاق ډار خبرداری ورکړ چې د هند له لوري د بندونو او برېښنايي پروژو جوړول د اوبو د زېرمه کولو وړتیا زیاتوي، چې له امله یې د اوبو د ناقانونه یا سیاسي استعمال خطرونه ډېر شوي دي.

د هغه په وینا، دا ډول اقدامات نه یوازې د اندس د اوبو تړون سره په  ټکر دی بلکې  د سیمې ثبات هم له جدي ګواښ سره مخ کوي

نوموړي وویل چې اوبه د پاکستان د اقتصاد،ذراعت او ولس لپاره د ژوند حیثیت لري. که څوک زموږ قانوني د اوبو حقونه تر پښو لاندې کړي، نو پایلې به یې ډېرې جدي وي

 هغه ټینګار وکړ چې پاکستان د نړیوال قانون او د شته میکانیزمونو له لارې د ستونزو د حل ملاتړ کوي، خو پر خپلو ملي حقونو به هېڅ ډول معامله ونه کړي

اسحاق ډار وویل چې پاکستان د خبرو اترو او د تړون پر بنسټ د حل لارې غواړي، خو له نړیوالو شریکانو او د تړون تضمین کوونکو یې وغوښتل چې خپل مسؤلیت ادا کړي او د اندس د اوبو تړون عملي کېدل یقیني کړي. هغه خبرداری ورکړ چې یو اړخیز اقدامات کولای شي په سیمه کې شته ترینګلتیا لا پسې زیاته کړي

پاکستان بیا ټینګار کړی چې په جنوبي اسیا کې تلپاتې سوله د نړیوالو تړونونو درناوي او د ګډو طبیعي سرچینو د مسؤلانه مدیریت پرته ممکنه نه ده

Related Articles

د امریکا چارواکو د ابراهيم کايمي په نوم ۱۹ کلن افغان اصلي اوسېدونکی او د هغه یو همکار د نیویارک ښار په یوه مظاهره کې د بمي چاودنې د هڅې په تور نیولي دي. چارواکي وایي چې یاد کسان د داعش له افراطي نظریاتو اغېزمن شوي وو

March 10, 2026

بحرین یو هندی مخابراتي انجنیر د دې په تور نیولی چې ګواکې د اسرائیلو د موساد استخباراتي ادارې سره یې حساس جغرافیایي معلومات او د څارنې اړوند مواد شریک کړي دي

March 10, 2026

راپورونه ښيي چې طالبان په پنجشېر کې ځوانان او سیمه‌ییز مشران نیسي، چې د بشري حقونو اندېښنې راپورته کوي

March 10, 2026

پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې په افغانستان کې د طالبانو تر ملاتړ لاندې د ترهګرو پټنځایونو موضوع راپورته کړه او د نړیوال حساب غوښتنه یې وکړه

March 10, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *