د جرمني حکومت پرېکړه کړې چې په پاکستان کې مېشت ۵۳۵ افغان وګړي دې جرمني ته را اوغواړي ترڅو دوی ته په دې هیواد کې پناه ورکړل شي
د خبري اژانس د راپور له مخې، پخوانۍ جرمن حکومت د افغان طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغان وګړو ته په جرمني کې د پناه ورکولو لپاره یوه ځانګړې سکیم معرفي کړې و
د راپور ترمخه په دې سکیم کې هغه افغان وګړي شامل وو چې له جرمن پوځ سره یې کار کړی و یا هغوی ته د طالبانو له حکومت څخه د ګواښونه راپیښ وو
راپور له مخې د جرمني نوي صدراعظم فریډرک مرز په پاکستان کې د موجودو ۶۵۰ افغان وګړو لپاره دا سکیم کنګل کړې و
د خبري اژانس په وینا، پاکستان دغو افغان وګړو ته د هغوی قضیو د هوارولو لپاره د روان کال تر پایه نېټه ورکړې ده
نورخبرونه: لنډي کوتل کې غیرقانوني افغان مهاجرینو له خبردارۍ ورکړل شو
افغان طالبان: د تورخم عمري کمپ کې افغان مهاجرینو لپاره سهولتونه ورکوو