تازه خبرونه

د خیبرپښتونخوا په ټانک کې زوروره چاودنه

د ټانک مریداکبر شهید پولیس تاڼه کې چاودنه کې دوه پولیس سرتیري ټپیان شوي دي
د خیبر پښتونخوا په ټانک او اړوند سیمو کې د ترهګري پیښې زیاتې شوي دي

د سرچینو ترمخه د ټانک پر پولیس سټیشن کې دې چاودنې نوعیت نه دې څرګندې شوي چې دا ډرون برید او که میزایل له کوم لوري راویشتل شوې دې

ټانک: د خیبر پښتونخوا په  ټانک ښار کې د شهید مریداکبر پولیس تاڼه کې یوه زوروره  چاودنه شوې ده،سرچینې وایی دوه پولیس اهلکار ټپیان شوي دي

د سرچینو ترمخه د  چاودنې وروسته په سیمه کې  د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي۔ د ناتایید شویو سرچینو له مخې، پر پولیس  تاڼه د کواډکاپټر ډرون له لارې برید شوې دې ،  د چاودنې له امله د پولیسو دوه سرتېري سخت ټپیان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي

تر اوسه د ایس ایم اې ولیس تاڼې کې د شوې چاودنې په اړه دا نه ده تایید شوې چې د چاودنه د کوم ډول چاودنه وه

 د پولیسو د سرچینو په وینا، چاودنه د ایس ایم اې، شهید مرید اکبر  تاڼې دننه شوې ده خو د پېښې د نوعیت او لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي۔ پولیس وایي چې د بشپړو معلوماتو له تایید وروسته به وضعیت روښانه شي

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د خیبر پښتونخوا په ټانک ،ډیره اسماعیل او اړوند یو شمیر سیمو کې د ترهګرۍ پیښې ورځ تر بله په زیاتیدو دي چې خلک ی له سختو اندیښنو سره مخ کړي

خبرونه: ټانک کې د جونو او هلکانو سکولونو په بمونو والوځول شول

ټانک کې له منځه وړل شوي ترهګرو کې ۵ ماشومان هم شامل دي

ټانک کې د ځای مشرانو او امنیتي چارواکو ترمنځ جرګه شوې

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *