تازه خبرونه

پاکستان  د هند پر الوتکو بندیز تر یوې میاشتې نور غځولې

د اسلام آباد او نوي ډیلي ترمنځ روانو کړکیچونو وروسته پاکستان د اپریل ۲۰۲۵ راهیسې د هند پر الوتنو هوايي حدود بند کړي دي

1 min read

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت الوتکه د حکومت د تازه هوایی الوتنو په اړه نوټام، یوه ځانګړې اعلامیه خپرولو وروسته د محدودو هوايي حدودو کتنه کوي

د پاکستان د هوايي چلند ادارې ویلي چې نوټام ،د بندیز دوام رسمي کوي، او د هند د هوايي شرکتونو لپاره په پاکستاني هوايي حدودو کې د تګ راتګ بندیز وضع کوي تر هغې چې نوې نیټه راورسېږي

December 17, 2025

اسلام آباد :  پاکستان د هند پر الوتنو خپل هوايي حدود د یوې بلې  میاشتې لپاره د تړلو اعلامیه خپره کړې ده او دا  بندیز به  اوس د جنورۍ ۲۳، ۲۰۲۶ پورې پر ځای وي

 د پاکستان د هوايي ډګر ادارې سول ایویشن اتها ټی د حکومتی لارښوونې سره سم پیلوټانو ته نوې لارښوونه اعلان کړی

دا وروستۍ پریکړه د اسلام آباد او نیو ډیلي ترمنځ روانو کړکیچونو په منځ کې شوې، کوم چې د می ۲۰۲۵ په میاشت کې د ډیپلوماتیکو او امنیتي ستونزو له امله زیات شوي وو. پاکستان لومړی د اپریل ۲۳، ۲۰۲۵ څخه د هند پر الوتنو خپلې هوايي حدود د ملي امنیت په دلیل بندې کړې وې، او له هغی راهیسې یې دا محدودیتونه په مرحله وار ډول غځولي دي

د هوايي چلند ادارې  ویلي چې   نوټام ،د بندیز دوام رسمي کوي، او د هند د هوايي شرکتونو لپاره په پاکستاني هوايي حدودو کې د تګ راتګ بندیز وضع کوي تر هغې چې نوې نیټه راورسېږي

چارواکو ویلي چې د هوايي حدود بندیدل د تجارتي الوتنو عملیات اغیزمن کړی ځکه  چی شرکتونه اړ دي چې خپل پروازونه په بدلو لارو تنظیم کړي، امکان لری دی سره  د سفر وخت اوږد کړي او د عملیاتو لګښتونه زیات کړي

دغه ګام د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سیاسي او امنیتي حساسیتونو زیاتوالي څرګندوي، او اسلام آباد ټینګار کوي چې دا بندیز د خپلې هوايي حدودو د خوندیتوب لپاره احتیاطي اقدام دی

دا وضعیت د سویلي آسیا د دوو سترو هیوادونو ترمنځ د هوایي سفر پر عملیاتو اغیزی پری باسې . ددی وړاندی هند هم پاکستان دپاره خپل هوایی حدود بند کړی وو او د پاکستان بشری مرستی د سری لنکا د سیلاب زپلو دپاره د وړلو اجازه نه وه ورکړې

Related Articles

نړی والی څیړنیزی داری وایی د پاکستان علمي ادارې او څېړونکي په ۲۰۲۵ کال کې نړیوال ویاړونه خپلوي

December 18, 2025

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د رویټرز خبري ایجنسئ ادعاوې بې‌بنسټه وبللې او ټینګار یې وکړ چې د غزه په اړه د پاکستان تګلاره د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې د چوکاټ، پارلماني څار او د اوربند او سیاسي حل ملاتړ پورې تړلې ده

December 18, 2025

په روانه میاشت کې تهران د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه کمولو لپاره خپل رول لوبولو لپاره غونډه رابللې وو خو په دې مهمه غونډه کې افغان طالب چارواکو ګډون و نه کړو

December 18, 2025

پاکستان او روس ترمنځ د ماسکو فورم د ستراتيژيکې همکارۍ نوی چوکاټ او د رسنيو، زده‌کړې، اقتصادي پروژو او ترهګرۍ ضد برخو کې د کار کولو ژمنه شوی

December 18, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *