...

ډیره اسماعیل خان کې د تعلیم محکمې ښځینه افسرانو خدمتونه ستایل شوي

سونیا نواز د ایس ډي اي او ډیره اسماعیل خان او ثمینه شهناز د پهاړ پور ایس ډي اي او په توګه د دندې ترسره کولو چارج واخستلو
ډیره اسماعیل خان کې مشرانو دې ښځینه افسرانو ته تود هرکلې اوویل

ځایی مشرانو او د خیر ښیګړې تنظیمونو نمایندګانو د دواړو ښځینه افسرانو د ښځینه استاذانو او د جونو زده کوونکو لپاره خدمتونه په ښو ټکو کې ستایلي دي

ډیره اسماعیل خان: سونیا نواز د اېس ډي اي او (زنانہ) ډېره اسماعیل خان چارج سمبال کړې ، په داسې حال کې چې ثمینه شهناز د اېس ډي اي او (زنانہ) پہاړپور چارج اخیستې دې، ځایی مشرانو د دواړو ښځینه اهلکارو د جونو د سکولونو لپاره خدمتونه وستایل

د یادې څوکۍ چارج اخستلو وروسته اېس ډي اي او (زنانہ) سونیا نواز وویل چې د پہاړپور ښوونکو چې ماته څومره درناوی راکړی، هغه هېڅکله نه شم هېرولی

هغې اوویل چې د سیمې ښوونکو ماسره ډیره همکاري وکړه ځکه ښوونکو غوښتل چې ددې سیمې د جونو سکولونه فعال وي او ددې سیمې جونه زده کوونکې له تعلیم حاصلولو بې برخې پاتې نه شي

د ځایی خلکو ترمخه د سونیا نواز په دې سیمه کې د سکولونو فعال ساتلو په لړ کې خدمتونه ډیر زیات دې او دا هیڅ کله د هیرولو نه دې، د ځایی مشرانو ترمخه هغې ددې سیمې د تعلیم په میدان کې ډیر خدمت وکړو او ځایی اولس ی ډیره شکریه ادا کوي

بلخوا، اېس ډي اي او ثمینه شهناز مخکې د اېس ډي اي او (اې ايس ډي اي او) زنانہ سرکل پہاړپورپه توګه هم دنده ترسره کړې ده، ددې ښځینه ایس ډي اې او د سکولونو او ښځینه استاذانو لپاره خدمتونه ی هم د ستاینې وړ دي۔

د ښځینه  ښوونکو له خوا ثمینه شهناز ته تود هرکلی اوویل شو او هیله ی څرګنده کړه  چې هغوی به  هم د اېس ډي اي او (زنانہ) پہاړپور په توګه د ښوونکو او د اړوند د جونو سکولونو  د ستونزو هوارولو لپاره کار وکړي

نورخبرونه: ټانک کې د جونو او هلکانو سکولونو په بمونو والوځول شول

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیموکې په سکولونو بریدونه: د نوي نسل راتلونکې لوی خطر سره مخ دې

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.