...

نوي ژوند تنظیم د آرمي پبلک سکول پیښور شهیدانو په یاد کې دستوره

د نوي ژوند ادبي، کلتوري او فلاحي تنظیم اسلام‌اباد د پیښور آرمي سکول شهيدانو په یاد کې ۱۱مې کليزې په مناسبت یوه درنه مشاعراه او ادبي دستوره تابیا کړې وه
د پیښور په اې پی ایس په نن ورځ ۱۶دسمبر ۲۰۱۴ ترهګرو برید وکړو او له ۱۴۰ زیات ماشومان او استاذان ی شهیدان کړل

د نوي ژوند لوري د شهیدانو په یاد کې دې مشاعره او ادبي دستوره کې د پیښور اې پي ایس شهیدانو قربانۍ وستایل شوې او دوی سره د خواشینۍ څرګندونه وشوه

اسلام آباد: د ۲۰۲۵م کال د دسمبر په ۱۵مه، د ګل ورځ، د مازديګر په درې بجې، د پاکستان د ادبياتو اکاډمۍ   اسلام‌اباد کې، د آرمي پبلک سکول پېښور د معصومو شهيدانو د ۱۱مې کليزې په مناسبت، د نوے ژوند ادبي، کلتوري او فلاحي تنظیم اسلام‌اباد تر سيوري لاندې د شهيدانو د ياد په پار يوه درنه  مشاعره او د شمع افروزي دستوره تر سره شوه.

د دې دستورې موخه دا وه چې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې شي او د امن، مينې او علم د ودې عزم لا پياوړی کړل شي۔د دستورې مشري نامتو شاعر، ليکوال او څېړونکي محمود احمد وکړه.

د قرآن پاک د تلاوت وياړ حيات خان خټک (عهدېدار، نوے ژوند) تر لاسه کړ، او د نظامت چارې بخت بيدار ايډووکېټ (وايس چيئرمېن، نوے ژوند) په ډېره ښه او منظم طريقه تر سره کړې. دستوره د درې نيمو بجو په شاوخوا کې پيل شوه. د سينئر مېلمنو په کتار کې اينکرپرسن او سينئر ژورنالېسټ حسن خان شامل و. په ځانګړو مېلمنو کې د شهيد زين اقبال پلار محمد اقبال او د هغه مور هم ګډون کړی و، چې پخپله د اے پي اېس سکول استاده پاتې شوې ده. همدارنګه حيات اقبال حيات (سينئر ژورنالېسټ، شاعر او براډکاسټر)، سينئر ژورنالېسټ سراج ظهير، نور نائب خټک، حيات خان خټک او اجمل عزيز هم په دستوره کې موجود وو

د پروګرام په پيل کې د نوے ژوند د تنظيم چيئرمېن نسيم مندوخېل مېلمنو ته هرکلی ووایه او د شهيدانو په اړه يې خپل احساسات څرګند کړل۔د مشاعرې په برخه کې شاعرانو د شهيدانو لويو قربانيو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې کړه.

حيات سواتي خپله نظم او غزل واوروله، په داسې حال کې چې طيب الله خان (باني، چارسده ادبي تحريک) د ماشومانو په اړه ترنم کې نظم وړاندې کړه. د صوابۍ څخه ډاکټر نورالامين احساس خپله نظم د يادګاري تختۍ په بڼه د تنظيم چيئرمېن نسيم مندوخېل ته وړاندې کړه.

سردار يوسفزئی (جنرل سېکرټري، پښتون ادبي سوسايټي اسلام‌اباد) نظم واورول. د اردو، سرائيکي او پنجابي ژبو نامتو شاعرې راشده ماهين چودھري په اردو کې نظم وړاندې کړه.

د نمل پوهنتون ليکچرار ابواب علي ابواب ترنم کې نظم واوروله. نورالامين قريشي د امن په اړه ټپې او نظم وړاندې کړل، او عزيز خټک، راج خان مروت او احساس خټک هم د امن په موضوع خپل کلام واورولو. د شاعرانو تخليقاتو فضا د عقيدت، درد او د امن د عزم له احساساتو ډکه کړه۔

د تقرير او وينا په برخه کې ويناوالو د اے پي اېس د سانحې پر بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله. سينئر ژورنالېسټ سعديه سحر حيدري، چې خاوند يې د طالبانو له خوا وژل شوی، د اے پي اېس د معصومو ماشومانو په اړه ډېرې دردناکې خبرې وکړې.

مفتي صفي الله (مذهبي عالم)، د پښتون ايکشن ارګنائزېشن عهدېدار او د پښتون ايکشن ارګنائزېشن چيئرمېن رياض بنګش هم خپل خپل خيالات څرګند کړل. د پښتون ژورنالېسټس ایسوسي اېشن صدر قمر يوسفزئی د سانحې تر شا د عناصرو او سهولت کارانو په اړه پوښتنې راپورته کړې او له حکومت څخه يې د انصاف غوښتنه وکړه.

د شهيد زين اقبال مور د هغې ورځې زړه لړزوونکې کيسه شريکه کړه، چې له امله يې ګډونوالو سترګې  اوښکو ډکې شوې. هغې وويل چې د بريد پر مهال هغه د ګرلز سېکشن انچارج وه، او د زوی د شهادت د خبر تر ترلاسه کولو وروسته هم يې ټول ماشومان په خوندي ډول تر بسونو ورسول، او وروسته د خپل زوی د غم سره مخ شوه.

هغې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې قاتلان تر خپل انجامه ورسول شي، او دا يې د سخت افسوس خبره وبلله چې د سپريم کورټ د احکاماتو ترمخه دې ټول  مجرمان ونیول شي. هغې ټينګار وکړ چې ټول قوم بايد په يووالي او اتفاق ودرېږي، څو بيا داسې دردناک سانحې تکرار نه شي

 د دستورې مشر مېلمه حسن خان د دې سانحې سخته غندنه وکړه او د پښتنو تر منځ د يووالي او د ريښتيني امن د ټينګښت پر اهميت يې زور ورکړ. د دستورې مشر محمود احمد په خپل صدارتي خطاب کې وويل چې دا داسې الميه ده چې هېڅکله نه شي هېرېدای، پښتانه يو امن‌پسند قوم دی، او دا سانحه د نورو د اشارو پر بنسټ تر سره شوې ده۔ د دستورې په پای کې د شمع افروزي عمل تر سره شو، چې د معصومو شهيدانو لويو قربانيو ته د عقيدت پېرزوينه وه. ګډونوالو دا عزم تازه کړ چې د شهيدانو ياد به تل ژوندی ساتي او د امن، زغم او علم د ودې لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي. په پای کې د مېلمنو درنه مېلمستيا هم وشوه

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.