تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ هند سره په جنګ کی د شهیدانو له کورنیو ته د یو یو کروړ روپو ورکولو اعلان کړې

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سهیل افریدی د هند پر ضد جنګ کې د شهیدانو د کورنیو غړو سره په پیښور کی ملاقات کړی
هند سره په جنګ کې د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو امنیتي ځواک اهلکار م شهیدان شوي وو

د خیبرپښتونخوا وزیر اعلیٰ سهیل آفریدی په پېښور کې د شهیدانو کورنیو غړو سره خبرو کې ویلي دي چې د ځواکونو د شهیدانو کورنۍ به یوازی نه پریږدي

پېښور :  د خیبرپښتونخوا وزیر اعلیٰ سهیل آفریدی د مې ۲۰۲۵ د هندي بزدلانه برید کې د صوبې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو له ورثاء سره ملاقات کړی  او هغوی ته یې باور  ورکړی چې صوبایي حکومت به د شهیدانو له کورنیو سره په هر ډګر د هغوی په شا ولاړ وي او هغوی به یوازی نه پریږدي

وزیر اعلیٰ وویل چې د خیبرپښتونخوا حکومت د خپلو اتلانو قربانۍ نه هېروي او د هغوی د کورنیو بشپړ خیال ساتل خپله قامی او اخلاقي ذمه واري ګنړی

 هغوي اعلان وکړو  چې د کابینې له خوا منظور شوې ۵۰ لکه روپۍ مالي مرسته به نورې ۵۰ لکه روپۍ هم زیاتې شي، چې له مخې به د هر شهید کورنۍ ته ټولې ۱ کروړ روپۍ ورکول کېږي

سهیل آفریدی همدارنګه اعلان وکړ چې د جګړې پر مهال د خیبرپښتونخوا څخه د ټپي شویو پوځي کارکونکو لپاره د امدادي رقم به له ۱۰ لکو څخه ۲۵ لکو روپیو ته لوړه شي، څو د هغوی د درملنې او بیا رغونې اړتیاوې په ښه ډول پوره شي

هغوی وویل چې د خیبرپښتونخوا د ولس نه ختمېدونکې قربانۍ د هېواد او قوم د امنیت کلک ضامن دی. وزیر اعلیٰ زیاته کړه چې هغه کسان چې د حق په لاره کې شهیدان شي، هېڅکله نه مري. شهادت د مسلمان لپاره تر ټولو لوړه او مثالي مړینه ده

وزیر اعلیٰ ټینګار وکړ چې شهیدان د ټول ملت ویاړ دي او د خیبرپښتونخوا حکومت به د هغوی د کورنیو بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي

نورخبرونه: د پاکستان او افغانستان امن خبرو ملاتړي یو: وزیراعلی سهیل افریدي

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پر ضد پیکا ایکټ لاندې مقدمه درج شوې

د پاکستان تحریک انصاف  نوي وزیراعلی لومړې وینا ددې ګوند د دوه مخې پالیسۍ ښکارندوی ده

Related Articles

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو ستنېدنه روانه؛ چارواکي وایي نړیوالو قوانینو لاندې، له څلورو لسیزو وروسته منظم او پړاويز بهیر عملي کېږي

April 22, 2026

د وزیر اعظم شهباز شریف او د ایران سفیر رضا امیري مقدم ترمنځ لیدنه؛ د سیمه‌ییز امنیت او د سولې د ټینګښت لپاره پر ګډې تګلارې هوکړه وشوه

April 22, 2026

افغان طالبانو دعویٰ کړی چې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال یې ټي ټي پي ته خبرداری ورکړی او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې نیولي دي، خو پاکستان تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، ځکه پخوا هم د ورته ادعاوو د ناسم ثابتېدو مثالونه موجود دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *