...

جرمني ولې د افغان کډوالو د پناه ورکولو پروګرام ختم کړې؟

رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د جرمني حکومت ځکه د افغان کډوالو منلو پروګرام ختم کړې چې افغان مهاجرین په یو شمیر جرمونو کې ککړ دي
د جرمني حکومت د افغان کډوالو د منلو پروګرام سمدستي د پای ته رسولو اعلان کړی دی

جرمني حکومت ، د رسنیو د راپورونه ترمخه پریکړه کړه چې هغه افغان کډوال چې جرمني ته د داخلیدو په تمه ی ، وس ی ټول امکانات ختم شوي دي

د جرمني حکومت د افغان کډوالو د منلو پروګرام سمدستي د پای ته رسولو اعلان کړی دی

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، جرمني دا پرېکړه د افغان کډوالو د جرمونو کې د ښکېلتیا او د جدي امنیتي ګواښونو له امله کړې ده

جرمني رسنۍ وایي چې جرمني د ۶۴۰ افغان پناه غوښتونکو ته دې  هېواد ته د داخلېدو اجازه هم  نه ده ورکړې، دا راپور ښایی جرمني وس نه غواړي افغان کډوالو ته پناه ورکړي ځکه افغان کډول په یو شمیر جرمونو کې ککړ موندل شوي دي

د جرمني د کورنیو چارو وزارت له مخې، هغه افغان کډوال چې جرمني ته د تګ په تمه وو، اوس د داخلېدو ټول امکانات له منځه تللي دي

د افغان طالبانو سخت دریځي او بندیزونه

د رسنیو د راپورونو له مخې، د افغان طالبانو سخت‌دریځې پالیسۍ نړیواله ټولنه دې ته اړ کړې ده  چې له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې محدودې کړ.

دلته ددې مهم خبر باید یادونه وشی چې د عربي رسنیو د معلوماتو له مخې، جرمني په ۲۰۲۴ کال کې د ۲۸ او په ۲۰۲۵ کال کې د ۸۱ جرمي پېښو په تړاو افغان وګړي له هېواده شړلي دي

ترهګریزو پیښو کې افغان وګړي ککړ موندل شوي

په دې وروستیو کې د امریکا په واشنګټن کې یو افغان وګړي رحمان الله لکڼوال دوه امریکایی سرتیري په ډزو اوویشتل چې وروسته بیا یوې ښځینه سرتیرې ژوند له لاسه ورکړو

په هم دې ورځو کې په امریکا کې د یو بل افغان وګړي ویډیو په سوشل میډیا خپره شوې وه ، په ویډیو کې هغه افغان وګړيوایی چې هغه غواړي ځانمرګي برید وکړي چې بیا وروسته هغه د امریکایی امنیتي چارواکو له لوري ونیول شو

نورخبرونه: سپینه ماڼې وایی چې افغان وګړو ته ی د ویزو ورکول بند کړي

امریکا کې یو بل افغان د داعش خراسان ډلې سره تړاو په تور ونیول شو

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.