تازه خبرونه

په اسټریلیا کې د بونډي ساحل د ډزو پېښه: د پاکستاني وګړي د لاس لرلو ادعاوې ناسمې ثابتې شوې

د اسټریلیا چارواکو تر اوسه د مشکوک بریدګر نوم نه دی اعلان کړی، د ټولنیزو رسنیو ناسم او جعلي معلومات رد شوي

1 min read

د سډني بونډي بېچ کې امنیتي ځواکونه او امبولانسونه د یهودانو پر مذهبي مراسمو له خونړي برید وروسته د پېښې ځای ته ورسیدل

د سډني په بونډي ساحل برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ژوبل دی

December 14, 2025

په ټولنیزو رسنیو هغه ادعاوې چې د سډني د بونډي ساحل وروستۍ مرګونې د ډزو پېښه یې له یوه پاکستاني وګړي، نوید اکرم، سره تړلې ده، ناسمې ثابتې شوې دي، ځکه چې د اسټریلیا چارواکو تر اوسه نه د بریدګر هویت اعلان کړی او نه یې هم د هغه تابعیت تایید کړی دې

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د ټولنیزو رسنیو ځینو هندي اکاونټونو په ناسم ډول دا برید یوه پاکستاني وګړي ته منسوب کړ او د مشکوک بریدګر په نوم یې انځورونه خپاره کړل. خو ډیجیټلي څېړنو او عامه وضاحتونو ښودلې چې دغه خپرېدونکي انځورونه له پېښې سره هېڅ تړاو نه لري.

د شیخ نوید په نوم یو کس، چې ځان د لاهور اوسېدونکی معرفي کوي، پر فېسبوک یې وضاحت خپور کړی او ویلي یې دي چې د ده انځور په ناسم ډول د جعلي معلوماتو د خپرولو لپاره کارول شوی دی. نوموړي له خلکو وغوښتل چې دغه جعلي مواد راپور کړي او له بې‌تاییده معلوماتو د خپرولو ډډه وکړي

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه او د هغوی څېړنه ښيي چې په انځور کې کس یو روغ رمټ باډي بلډر ښکاري، چې دا کار دا شک نور هم پیاوړی کوي چې دغه انځور د بریدګر نه دی. تر دې دمه، د اسټریلیا پولیسو په هېڅ رسمي بیان یا د پلټنو په راپور کې د نوید اکرم په نوم کوم کس د بانډي بېچ د برید له پېښې سره نه دی تړل شوی

د پاکستان غندنه او د یووالي څرګندونه

پاکستان د بونډي ساحل پر ترهګریز برید ژور خپګان او خواشیني څرګنده کړې ده، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه بیان کې ویلي چې پاکستان له دې ترهګریزې پېښې سخت خواشینی دی او د اسټرالیا له حکومت، ولس او په ځانګړي ډول له ټپیانو سره بشپړ یووالی څرګندوي

هغه وویل چې ترهګري د انسانیت پر ضد نه بښونکی جرم دی او پاکستان دا درد په ښه ډول پیژني چې له امله ی دا برید په کلکه غندي

ځینو اسټریلیا رسنیو راپور ورکړی چې هم بریدګر او هم هغه کس چې د وسلې د اخیستو هڅه یې کړې وه، مسلمانان دي او نومونه یې نوید اکرم او احمد الحمد ښودل شوي دي. د راپورونو له مخې، یو انځور د بریدګر او بل د هغه کس ښيي چې د وسلې د نیولو پر مهال ټپي شوی و. خو دا معلومات لا هم بې‌تاییده دي او د قانون پلي کوونکو ادارو له خوا نه دي تایید شوي

ځینې نور ناتایید شوي راپورونه دا هم وایي چې ښايي بریدګر د لبناني اصل لرونکی وي، خو اسټریلیا چارواکو دا ادعا هم نه ده تایید کړې

چارواکو دا پېښه د پرمختګ په حال کې بللې او ټینګار یې کړی چې پلټنې لا هم روانې دي. هغوی له خلکو غوښتي چې له اټکلونو، افواهاتو او ناسم معلوماتو د خپرولو ډډه وکړي. د رسنیو شنونکي خبرداری ورکوي چې د بریدګر د هویت او تابعیت له وخته مخکې تړل کولای شي د ناسم معلوماتو کمپاینونه او ټولنیز تاوتریخوالی زیات کړي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې رسمي پلټنې لا پای ته نه وي رسېدلې

Related Articles

په نن ورځ ۱۶دسبمر کال ۲۰۱۴ ترهګرو د پیښور په آرمي ښوونځي برید وکړو او له ۱۴۰ زیات ماشومان او زده کوونکي ی په ډیر بې دردۍ شهیدان کړل

December 16, 2025

د افغانستان طالب چارواکو لوري په دې هیواد کې د تعلیم نظام په اړه دی نیشنل انټرسټ خبرداری ورکوي چې د طالبانو ستراتیژي له القاعده او داعش سره ورته والی لري

December 16, 2025

سونیا نواز د ایس ډي اي او ډیره اسماعیل خان او ثمینه شهناز د پهاړ پور ایس ډي اي او په توګه د دندې ترسره کولو چارج واخستلو

December 16, 2025

د نوي ژوند ادبي، کلتوري او فلاحي تنظیم اسلام‌اباد د پیښور آرمي سکول شهيدانو په یاد کې ۱۱مې کليزې په مناسبت یوه درنه مشاعراه او ادبي دستوره تابیا کړې وه

December 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *