...

افغان طالب چارواکي وایی واپس راستانه شوي افغان مهاجرینو ته تورخم کې عامه پوهاوې ورکړل شو

افغان طالب چارواکو د راپور ترمخه د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري تورخم کې واپس راستانه شوو ۴۲۰ کورنیو سره د مالي مرستې په توګه ۳۴۷۰۰۰۰ افغانۍ مرسته هم وشوه
د پاکستان لوري افغانستان ته واپس تلونکي افغان مهاجرینو لپاره د تورخم او سپین بولدک دروازې خلاصې دي

د افغان طالبانو افغان مهاجرینو لپاره جوړ شوي اړوند دفتر ترمخه د تورخم له لارې (۵۳۳)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۲۹۳۴)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي

کابل/تورخم:  د افغانستان طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړې دې

راپور د  شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۲۲هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۹/۲۲هـ ل نېټې سره، سمون خوري

په راپور کې وایی چې  د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي

د اسلام کلا له لارې (۱۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۲) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۹) کورنیو سره مجموعًا (۱۴۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۳۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۶)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۹۵۴)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲)کورنیو سره مجموعًا (۱۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۵۴۶)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۲)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

د سپین بولدک له لارې (۲۵۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۳۰)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي

له سپین بولدک څخه (۱۳۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۲۲)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۱۹۴۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۴۹)کورنیو سره مجموعًا (۲۱۲۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

غذا: په سپین بولدک کې (۳۲۰۷)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۴۰)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د تورخم له لارې (۵۳۳)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۲۹۳۴)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي

له تورخم څخه (۳۹۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱۶۸)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۶۵۹۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۲۰)کورنیو سره مجموعًا (۳۴۷۰۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده

 د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۲۹)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوې ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

د بهرامچې له لارې (۷۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۱۹)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

 د هلمند له بهرامچې څخه (۶۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۹۱)تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۶۰۱۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۴)کورنیو سره مجموعًا ()افغانۍ مرسته شوې ده

  له کابل څخه (۳۳۴)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۸۷)تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۲۵۲۱۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۹۱۳)کورنۍ او (۴۹۹۱)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۹۳۳)کورنۍ او (۵۰۶۸)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۷۵۴)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۷۷۱)عــــدده

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.