تازه خبرونه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه: ایران د تاوتریویخوالي کمولو لپاره رول لوبوي

د پاکستان او افغان طالبانو حکومت ترمنځ د روان کړکیچ کمولو لپاره قطر، ترکي او سعودي عرب خپل رول ادا کړې خو ترواسه ی څه مثبته پایله نه ده ورکړې
په دې وروستیو کې ایران اعلان کړې وو چې هغوی غواړي په سیمه کې د پاکستان او افغان طالب چارواکو ترمنځ تاوترخوالي په اړه خپل فعال رول ولوبوي

پوهان وایی چې که افغان طالبان په دې مهمه غونډه کې برخه نه اخلي نو دې سره به د سیمه ایز ملکونو له لوري د افغان طالبانو حکومت په اړه اندیښنې له زیاتې شي او د افغان طالبانو په اړه به نړي باور اغیزمن شي

تهران : ایران په داسې حال کې د افغانستان په اړه مهمه سیمه‌ییزه غونډه جوړوي چې د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ ترینګلتیا لوړه شوې ده.

دا غونډه د سیمې د امنیت له خوا مهمو بحثونو څخه بلل کېږي او ښيي چې د افغانستان د ثبات په اړه سیمه‌ییز ځواکونه د لوېدیځ له کمرنګه رول وروسته د یوې څو قطبي تګلارې پر لور روان دي

ټاکل شوې ده چې په غونډه کې د پاکستان، چین، روسیې او د مرکزي آسیا د هېوادونو لوړپوړي استازي برخه واخلي

ددی وړاندی  قطر، ترکیه او سعودي عرب هم د پاکستان او افغانستان ترمنځه د تاو تريخوالی د کمولو دپاره په دغه هېوادونو کی غونډی کړی خو لا هم د دواړو ګاونډی هیوادونو تر منځه اړیکی ترینګلې پاتې دي  او دواړه هیوادونو ترمنځ تجارتی لارې هم بندې دي

سفارتی ماهرین وایی دا جوړښت د یوه نوي اجماع نښه ده چې د افغانستان ثبات باید تر ټولو ډېر د هغو هېوادونو له لوري مدیریت شي چې د دې هېواد له ګډوډۍ په مستقیم ډول د حل لارې اولټول شی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني بغایي د ایراني رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تهران غواړي د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ “د رغنده پله” رول ترسره کړي.

هغه زیاته کړه چې ایران هڅه کوي کړکېچ کم کړي، خبرې اترې پیاوړې کړي او په سیمه کې د افغانستان د راتلونکي لپاره ګډ مسؤلیت ته لاره هواره کړي

غونډه په داسې مهال ترسره کېږي چې پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د ټی ټی پی  خوندي پناه‌ځایونو په اړه سختې اندېښنې څرګندې کړي دي

ددی وړاندی د افغانستان په شمالي سیمو کی جنګیالو شتون، د پولو له هغې خوا بریدونه، او د داعش فعاله شبکې د سیمې ډېر هېوادونه اندېښمن کړي دي

 همدا وضعیت د ګډو استخباراتي هڅو او د ترهګرۍ پرضد پراخې همکارۍ اړتیا لا پسې واضحه کوي

چین او روسیه، چې په افغان قضیه کې ورځ تر بلې پیاوړی رول لري،  د تهران غونډه د داسې فرصت په توګه ګڼي چې د افغانستان لپاره یو غیر لوېدیځ امنیتي جوړښت رامنځته کړي یو داسې چوکاټ چې د مرکزي او جنوبي آسیا پر اوږدمهاله ستراتیژیکو موخه ولاړ وي.

پوهان وایی  د ماسکو او بیجینګ ګډون د سیمې د نوې “سیمه‌ییزې ملکیت” تګلارې څرګندونه کوي

د تهران مثبت رول د سیمه‌ییزو افغان سفارتی اړیکو  کې په مهم مرکز بدلېږي او د پاکستان، چین، روسیې او مرکزي آسیا هېوادونو راټولول ښيي چې تهران غواړي د سیمې شته کړکېچونه راکم کړي او اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د بې‌ثباتۍ سرچینه جوړه شي

سیمه‌ییز څارونکي باور لري چې دا غونډه به د ګډو امنیتي تدابیرو، د پولو د مدیریت، د ترهګرۍ ضد همکارۍ او له طالبانو سره د سیاسي تعامل لپاره یو والی چوکاټ رامنځته کړي

په داسې حال کې چې د پاکستان–افغانستان په پوله تاوتریخوالی زیات شوی او وسله‌والې شبکې په سیمه کې پراخېږي، د تهران دیپلوماتیکه هڅه د یوه نوي سیمه‌ییز امنیتي نظم د بنسټ اېښودو په توګه لیدل کېږي  

نورخبرونه: ایران د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاو تریخ والی د کمی لپاره لویه علاقایی غونډه رابلي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *