...

امریکه د افغانستان او ۱۸ نورو هېوادونو ګرین کارډونو ته بیا کتنه کوي چی امنیت ته وده ورکړي

امریکا حکومت د هغو کسانو ګرین کارتونه چې د “اړوند هېوادونو” اتباع دي، د بیا ارزونې پرېکړه کړې، چی پکې افغانستان هم شامل دي
د شام مرکزي حمص ولایت د پالمیرا سیمې ته نږدې د امریکا او شام امنیتي ځواکونه د مرګوني کمین وروسته ګډ فعاليتونه ترسره کوي

په دې وروستیو کې هم د امریکا په واشنګټن ډي سی کې یو افغان وګړي دوه امریکایی سرتیري په ډزو اوویشتل چې یوه ښځینه سرتیرې بیا وروسته ساه ورکړه

واشنګټن، ډي سي — د امریکا د امیګریشن او کډوالۍ خدماتو اداری اعلان کړی چې د ۱۹ هغو هېوادوالو ته جاری شوی ګرین کارډونو ته په پراخه کچه بیاکتنه کوی چې افغانستان هم پکې شامل دی.
دا بیاکتنه د “منفي او هېواد-ځانګړو” فکتورونو پر اساس ترسره کیږي چی امنیت پر ځایی اوساتلی شی

د امریکا د کورنیو چارو وزارت د افغان وګړو اړوند کډوالۍ غوښتی په عارضی اودولی چې دایمي اوسېدنې یا نورو امتیازاتو لپاره د اشخاصو د بیا کتنې د پراخې تګلارې نښه ده.

په دغه ۱۹ هېوادونو کی افغانستان، میانمار، برانډي، چاډ، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، کیوبا، اکوټوریال ګینه، ایریټریا، هائیتي، ایران، لاوس، لیبیا، سیرا لیون، سومالیا، سوډان، توګو، ترکمنستان، وینزویلا، او یمن شامل دی

چارواکي وایي چې بیاکتنه به د دغو هېوادونو ټولو اوسني ګرین کارډ لرونکو ته پیلیږي

په امریکه کی امنیتي پېښې وروسته څارنه

دا پرېکړه وروسته له هغې راغله چې په امریکا کې یو افغان اوسېدونکي پر امریکایي ساتونکو ډزې وکړې، چې یوې ښځینه ساتونکي ته پکې مرګ واوښت. د دې پېښې وروسته، امریکایي چارواکو پر هغو افغانانو او هغو کسانو فشارونه زیات کړي چې د ۲۰۲۱ کال د طالبانو تر واکمنۍ وروسته امریکا ته تللي دي.

دغه پالیسي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د کډوالۍ د پیاوړتیا ستراتیژۍ برخه ده، چې د لوړ امنیت او د لوړ خطر لرونکو هېوادونو اتباعو لپاره د سختو ګامونو ټینګار کوي. کارپوهان وایي چې دا بیاکتنه د امریکا په تاریخ کې د اوسېدنې د حقوقو تر ټولو مهمې ارزونې څخه ده او د زرګونو هغو مهاجرو ژوند به اغېزمن کړي چې کلونه یې په امریکا کې تېر کړي دي.

امریکایي حکومت وایي چې دا اقدامات د ملي امنیت د پیاوړتیا لپاره دي، خو د کډوالۍ فعالین خبرداری ورکوي چې دا کار به د ګرین کارډ لرونکو لپاره د وخت ځنډ، قانوني ناپېژندل، او حتی د کارډ لغوه کیدو سبب وګرځي، په ځانګړې توګه د هغو افغانانو لپاره چې په شخړه ځپلو سیمو کې ژوند کړی.

دا پېښه او ورپسې اقدامات د واشنګټن هڅه څرګندوي چې د هغو هېوادونو اتباعو لپاره د کډوالۍ څارنه لا پسې پیاوړې کړي چې لوړ خطر لرونکي ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو او امنیت تر منځ توازن وساتي

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.