تازه خبرونه

د لنډي کوتل پولیسو او ډي آر سي لوی اقدام: ځایی ښځې ته د هغې ۳۵لکه روپۍ حق ورکړل شو

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

1 min read

د لنډي کوتل پولیس سټیشن پولیس اهلکار وایی دوی د ځایی ښځو د ستونزو هوارولو لپاره یو مرکز جوړ کړې دې چرته چې د ښځو ستونزې د ښځینه غړو په وسیله اوریدلې او بیا هوارولې شي

د لنډي کوتل پولیس سټیشن ایس ایچ او عشرت شینواري رسنیو ته ویلي دي چې د سیمې خلک کولې شي د لنډي کوتل ډي آر سي سره خپلې ستونزې د لیکلي غوښتنلیک په شکل کې جمع کړي او دا مرکز به ی په انصاف پریکړه وکړي

لنډي کوتل: لنډي کوتل پولیس او د ښځو ډي آر سي، ډسپیوټ ریزولوشن سنټر، د شخړو د هوارولو مرکز، د یوې ښځې غوښتنلیک باندې سمدستي اقدام کړې ، ښځې ته ی خپل حق ورکړې دې او د ښځې د غوښتنلیک ترلاندې ی ښځې ته د هغې ۳۵ لکه د دیت روپۍ سپارلي دي

د لنډي کوتل پولیسو او د لنډي کوتل د ډي آر سي د ښځینه غړو د نه ستړیدونکو هڅو په پایله کې یوې ځایی ښخې ته راپيښه ستونزه په بریالیتوب سره هواره شوه، او مثاثره ښځې ته  ته ۳۵ لکه د دیت روپۍ  وسپارل شوې

د لنډي کوتل پولیس سټیشن  ډي آر سي مسؤلین او ښځینه غړي وایي چې د دوی د صادقانه، منظم او ګډو هڅو له امله دا  لویه ستونزه پرته له کومې شخړې هواره شوه، او اغېزمنې ښځې ته خپل حق چې د هغې د خاوند د دیت روپۍ وې، ورسول شوې

د لنډي کوتل ایس ایچ او عشرت شینواري او ډي آر سي دریځ

د لنډي کوتل پولیس سټیشن ایس‌اېچ‌او عشرت شینواري رسنیو ته په یو ځانګړي پیغام کې وویل چې لنډي کوتل یوه قبایلي پښتنو سیمه ده ، په دې سیمه کې مو د علاقایی دود دستور لاندې د ښځینه وګړو لپاره ډي آر سي سنټر فعال ساتلې ترڅو دا مرکز د ښځو د ستونزو د هوارولو لپاره کار وکړي او ښځو ته خپل حقونه ورکړل شي

نوموړي اوویل چې د ښځو د ستونزو هوارولو لپاره په دې مرکز کې ښځینه وګړي،کونسلراني کار کوي ځکه دوی د ښځو د ستونزو هوارولو لپاره اغیزمنو ښځه سره نیغ په نیغه خبرې کوي، د ښځو ستونزي واوري او بیا ی دا ستونزې هواروي ، دا ی هم اوویل چې زموږ پولیس ډیرې د ښځو داسې ستونزې نیغ په نیغه هم هوارې کړي دي چې ښځې د پولیس سټیشن او ډي آر سي ته راتللو څخه بچ شي

هغه اوویل  چې که کومه ښځه هر ډول ستونزه ولري، نو له کوم ډار  پرته دې د ډي آر سي دفتر ته ورشي او خپله عریضه دې د ښځو غړو ته وسپاري

نوموړي اوویل چې  د دوی مقدمې او ستونزې  به په بیړني ډول وڅېړل شي او د ډي آر سي ښځینه غړي به د لنډي کوتل د ښځو ستونزې او شخړې د انصاف د تقاضو ترلاندې هوارې کړي، دا ی هم اوویل چې تراوسه دې ښځینه مرکز یو شمیر د ښځو اړوند ستونزې د انصاف تقاضو ترلاندې هوارولو کې بریالي شوي دي دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د لنډي کوتل سیمې دې ښځې  خاوند تیرکال ۲۰۲۴ کې په یو ټریفک پیښه کې ژوند له لاسه ورکړې وو او ددې ښځې د خاوند د دیت روپۍ ددې لیور ترلاسه کړې وې او دې کونډې ښځې له ی نه ورکولې، د لنډي کوتل ښځو ډي آر سي مرکز دا ستونزه په انصاف سره هواره کړه او اغیزمې ښځې ته ی د هغې د خاوند د دیت ۳۵پینځه دیرش لکه روپۍ وسپارلې

نورخبرونه:  پاکستان کې د ښځو او نجونو پر ضد ډیجیټل او جسماني تشدد مخنیوي په اړه لویه غونډه

Related Articles

پاک افغان سرحد په تړلو جلال آباد کې افغان سوداګرو سختې اندیښنې څرګندونه کړې ده

December 8, 2025

په افغانستان کې د ماشومانو په ګډون د بې‌ګناه کسانو د وژنو په اړه نوې تحقيقات د برتانوي ځانګړو ځواکونو د غیرقانوني عملیاتو لړ‎زه‌وونکي جرمونو کې ککړتیا څرګندوي

December 8, 2025

له افغان طالبانو لوري نیول شوي کسان د پنجشیر له یوې کورنۍ دي؛ سرچینې وایي چې له ایرانه د واپس کېدو وروسته یو طالب چارواکي له دوی د ۱۰۰ زره افغانیو رشوت غوښتنه کړې وه، د پیسو نه ورکولو وروسته دوی ونیول شو

December 8, 2025

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *