...

هند کې اورلګیدنه: د ګوا په نایټ کلب کې اورلګیدلې، ۲۳ کسان وژل شوي

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي
هندي چارواکو ویلي دي چې کې دې پیښه کې کوم غفلت شوې وي نوی هغه کسانو لپاره سخته سزا ورکړي

هندي چارواکي وایی په نایټ کلب کې د اورلګیدنې وروسته د ژغورنې او اوروژنې لپاره عملیات دوام لري

د هند  د ګوا په نایټ کلب کې د اورلګېدنې له امله ۲۳ تنه وژل شوي، راپورنه وایی چې د هندوستان د ګوا په ایالت کې په یو نایټ کلب کې د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي دي

د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې، اور هغه وخت ولګېد چې په کلب کې د ګاز سلنډر وچاودېده. پېښه د ګوا د ارپورا ولسوالۍ په یو نایټ کلب کې رامنځته شوې ده.

د اورلګېدنې په دې پېښه کې د کلب د کارکوونکو غړي او سیلانیان دواړه وژل شوي دي

د ګوا د وزیر اعلیٰ غبرګون

د ګوا وزیر اعلیٰ، پرامود سوانت، د پېښې د بشپړو تحقیقاتو امر کړی دی، ده ویلي چې باید وڅېړل شي چې ایا د اور د مخنیوي اصولو او د ودانۍ د خونديتوب قوانین پلي شوي وو که نه، ټینګار ی کړه چې د پېښې مسوولینو ته به تر ټولو لویه سخته سزا ورکول کېږي.

امدادي هڅې روانې دي چارواکي وایي چې د اور د لګېدو له پېښې وروسته د ژغورنې او لټون عملیات دوام لري، او د مرستې ټیمونه په ساحه کې کار کوي

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.