تازه خبرونه

د لنډي کوتل پولیسو په تورخم کې درې شکمن ماشومان ونیول

تورخم کې د ماشومانو نیول: د سرچینو ترمخه داسې ماشومان جرایم پیشه ګروپونه او ترهګر دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، ځایی اولس د لنډي کوتل پولیسو لوري ماشومان په خپل حفاظت کې اخستل ستایلي
د لنډي کوتل پولیس وایی دوی درې ماشومان هغه وخت ونیول چې په دوی ی شک راغې چې دوی له کوره راتښتیدلي دي

د لنډي کوتل پولیسو وینا ترمخه دوی د حفاظت لپاره ماشومان لنډي کوتل تاڼې ته انتقال کړل او ددوی پلارانو سره ی اړیکه ونیوله ترڅو ماشومان دوی ته وسپاري

لنډي کوتل: پاک افغان بارډر تورخم کې د لنډي کوتل  پولیسو درې کم عمره ماشومان شکمن وګڼل او د حفاظت لپاره ی په خپله ولکه کې واخستل ،پولیس وایی دوی دا ماشومان د شک په حالت کې ولیدل چې ددې سیمې نه دي نو دې لپاره ی دا ماشومان لنډي پولیس سټیشن ته ورسول چې خپلو کورنیو ی ته وسپاري

د لنډي کوتل پولیسو ترمخه دوی په  تورخم کې څه ماشومان ولیدل نو په دې ماشومانو ی د شک کولو وروسته معلومه شوه چې دا ماشومان له خپلو کورونو څخه تښتېدلي وو او  پاک–افغان پوله تورخم ته راغلل

پولیس وایی چې کله دوی ته معلومه شوه چې دا ماشومان  پرته د مور او پلار اجازت د تورخم په لور راغلي نو سمدستي ی ددوی کورنیو سره اړیکه ونیوله او ماشومان ی دوی ته وسپارل

سرچینې وايي چې ډېر ځله همداسې ورک او تښتېدلي ماشومان د جرمي او ترهګرو ډلو له لوري د خپلو ناوړه موخو لپاره کارول کېږي، له همدې امله د په تورخم کې دا ماشومان په خپل حفاظت کې د اخستلو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

 د پولیسو ترمخه په دې ماشومان کې سدیس ولد سجاد ، سمیر ولد نعیم او عمر ولد اکرم شامل وو ، یاد ماشومان پرته له دې چې خپلو کورنیو ته خبر ورکړي، له پیښور څخه له خپلو کورونو څخه ووتل او تر پاک–افغان پوله پورې راغلل. په بارډر موجود پولیسو د دوی حالت مشکوک وګاڼه او سمدستي یې د ساتنې لپاره تحویل کې واخیستل او د لنډي کوتل تاڼې ته یې ورسول

د پولیسو ترمخه وروسته پولیسو د ماشومانو والدین تاڼې ته را اوغوښتل، ټولې قانوني چارې یې سرته ورسولې، او ماشومان یې په بشپړ خوندیتوب سره خپلو کورنیو ته وسپارل.

پولیسو د ماشومانو پلارانو ته سپارښتنې

د لنډي کوتل پولیس افسرانو د ماشومانو پلارانو غوښتنه وکړه چې دوی د د خپل ماشومانو ځانګړې خیال وساتي ځکه نن سبا زیات داسې ګروپونه فعال دې چې هم دا ماشومان خپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي

له والدینو څخه ی دا هم وغوښتل چې د ماشومانو څارنې ته دې  جدي پام وکړي، له ماشومانو سره محبت، نرمي وکړي او د کورنۍ غړي دې ماشومانو سره د سخت چلند څخه ډډه وکړي ترڅو ماشومان د خوندي، ارام او باوري کورني چاپېریال احساس وکړي او له نورو ناوړه لاسونو څخه بچ پاتې شي

Related Articles

ډاکټر امجد علي د فبروري پر ۳مه د شخصي حېثیت په توګه الیکشن کمیشن ته طلب شوی

January 30, 2026

د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته، طالبانو د نجونو د ثانوي او لوړو زده‌کړو دروازې وتړلې. له شپږم ټولګي پورته نجونې اوس له زده‌کړې محرومې دي، شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې له دې حقه بې برخې دي.

January 30, 2026

۱۹,۰۰۰ کورنۍ وپیژندل شوې، ۶۵٪ کورنۍ رضاکارانه انتقال شوي او ۳۵٪ خپلې زمینې پرېښودې نه دي

January 30, 2026

پاکستان د معلوماتو پر اساس او هدفمند اقداماتو سره د تیراه ترهګر مرکزونه له منځه وړي

January 30, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *