تازه خبرونه

خیبر پښتونخوا کی د سې ټی ډی او پولیسو ګډ عملیات؛ د ناقانونه ګرځول شوي تنظیم  ټي‌ټي‌پي مهم غړی له منځه وړل شوي  

د مردان او سوات سی ټی ډی ټیم او نوښار پولیسو استخباراتي عملیات ترسره کړل؛ سختې نښتې وروسته د انتخاب عالم ډلې یو مهم کمانډر له منځه وړل شوی، وسلې هم نیول شوي
د خيبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ د ګرګري سيمه کې د ډزو له بريد وروسته سوځېدلی پوليس موټر

د کرک پولیسو مشر رسنیو ته ویلي دي چې بریدګرو د هغه پولیسو موټر هدف کرځولې په کوم کې به چې پولیسو ګزمه کوله

پېښور:  د  ترهګری په ضد  ادارې سي ټی ډی په  مردان ریجن او نوښار پولیسو د نظام‌پور په لری پرته  غريزه سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ځانګړي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې د کالعدم ټي‌ټي‌پي د انتخاب عالم ډلې یو مهم ترهګر وژل شوی دی

د محکمې په وینا سوات ځانګړي ټیم او نوښار  پولیسو په نظام پور کې عملیات پیل کړل، خو د سیمې له ننوتلو سره سم وسله‌والو پر پولیسو د خودکارو وسلو ډزې وکړې. چارواکي وايي چې پولیسو د ځان ساتنې لپاره ځوابي ډزې وکړې او جګړه څو دقیقې روانه وه

د سختې نښتې وروسته یو مهم وسله‌وال پر ځای ووژل شو، خو د هغه څو ملګري تیښته کې بریالي شول

وژل شوي ترهګر پیژندګلو د  حماد ظاهر ولد ظاهر بادشاه په نوم شوې، او چارواکي وايي چې نوموړی د پولیس کانسټېبل مقصود د هدفي وژنې په ګډون په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې ککړ و. همدارنګه، هغه د قتل، اقدام قتل، بډو اخیستلو او نورو درنو جرمونو په تور هم مردان او نوښار پولیسو ته مطلوب و

امنیتي ځواکونه وايي چې د سیمې لټون روان دی او د تښتېدلو کسانو د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل شوي دي

نورخبرونه: د خیبر پښتونخوا پولیسو په صوبه کې د ترهګریزو پیښو په اړه مهم رپورټ خپور کړې

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *