مردان : په زړه بوږنوونکې څرګندونه کې معلومه شوې چې د مالي کال ۲۰۲۴–۲۵ په ترڅ کې د مردان ضلعې لپاره ځانګړي شوي نژدې ۵۸.۶ میلیونه روپۍ زکات فنډونه له لګولو پرته پاتې شوی او بېرته د دولت خزانې ته سپارل شوي دي
صوبایی حکومت د زکات په مد کې هر کال ملینونه روپی مختص کوی چی د غریبو او بیوزله خلقو سره ملي مرستی ورکړی
دا پیسې په داسې وخت کې نه دي مصرف شوې چې په لسګونو زره مستحق خلک د مالي ستونزو، ناروغیو او بېوسۍ له امله د ژوند تر ټولو سخت پړاوونو څخه تیریږی
دغه فنډونه په ځانګړي ډول هغو خلکولپاره اړوند فنډ ته ورکړل شوي وو چې تر ټولو زیات پرې اړتیا لري ، کونډې، یتیمان، ناروغان او بېبوسه زده کوونکو لپاره د فنډ ورکړل شوې وو خو د اداري بېغورۍ له امله دغه مرستې د مستحقو خلکو تر لاسه ونه رسېدې
په مردان کی د زکات محکمه وایي چی څومره هم خلقو د مالی مرستو دپاره خواستونه کړی وو هغوی قانونی تقاضی نه دی پورا کړی او له دې وجی د زکات د مصرف په پاتی دی خو دوی بیا وایی دا پیسی بیځایه نه دی استعمال شوي
د رسمي اسنادو له مخې لاندې ورکړل شوې پیسې بېرته خزانه ته ستانه شوي دي:
۲۷.۹۹ میلیونه روپۍ د کونډو لپاره ، ۱۴.۶۹ میلیونه روپۍ د یتیمانو لپاره
۷.۹۱ میلیونه روپۍ د طبی مرستو لپاره ، ۷.۶ میلیونه روپۍ د واده د مرستو (جهیز په مد ) کی او ۴۲۲ زره روپۍ د زده کوونکو د مالی مرستو له پاره واپس خزانه کې جمع شوي دي
د زکات محکمې چارواکي وایي چې د زده کوونکو د بورس چکونه ښوونیزو ادارو ته لېږل شوي وو، خو د ادارو د ځنډ، پاتې راتګ او بېنظمۍ له امله دغه پیسې په وخت مصرف کیدو څخه پاتی شوی
همداراز، د کونډو او یتیمانو لپاره اضافي مرستې هم راغلې وې، خو د چارواکو په وینا “د درخواستونو کمښت” لامل شو چې میلیونونه روپۍ بېلګښته پاتې شوی خو ځایی اوسیدونکو دغه ادعاوې رد کړی دی
روغتونونه ډک، خو کمیټې مستحق ناروغان نه شي پيدا کولی؟
په داسې حال کې چې د مردان دولتي روغتونونه هره ورځ له بېوسه ناروغانو ډک وي، زکات کمیټې ادعا کوي چې دوی “کافي مستحق ناروغان” ونه موندل. له همدې امله ۷.۹۱ میلیونه روپۍ د طبي مرستې لپاره هم نه دي لګول شوي
سرکاری مامورین وایی د بېوزله ناروغانو لپاره د درملو د اخیستلو ټنډر دوه ځله اعلان کړی شوی خو په دواړو کې هېڅ یو عریضه کوونکی د معیارونو وړ ونه بلل شو، چې له امله یې د مریضانو مرستې لا نورې ځنډېدلې
تر ټولو د حیرانتیا وړ خبره دا ده چې د سیمې ګڼو کمیټو ادعا کړې چې دوی د واده د مرستې (جهیز) لپاره یوه هم مستحقه نجلۍ ونه موندله، له همدې کبله ۷.۶ میلیونه روپۍ نه دي لګول شوي ، په داسې حال کې چې په ښار او کلیو کې زرګونه کورنۍ د لوڼو د واده لپاره د اقتصادي ستونزو سره مخ دی
چارواکو تایید کړې چې د یوې کمیټې پر مشر هم هېڅ کاروایي نه ده شوې. هرې کمیټې یوازې یو خطي سپیناوی ورکړی چې “په سیمه کې مستحق کسان نه نشته ، یوه ادعا چې ډېر خلک یې په ټینګه ردوي او د حقیقت خلاف بولي.
د سیمې ټولنیز فعالان او د ویلفیر ادارو غړي وایي چې دا وضعیت د حکومت د بېکفایتۍ څرګنده بېلګه ده، ځکه داسې مرستې چې د خلکو د ژوند د بدلون توان لري، د اداري بېغورۍ له امله ضایع شوې
په داسې حال کې چې په مردان کې بېروزګاري، ګراني او اقتصادي فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي، د میلیونونو روپیو زکات فنډونو نه لګول د اداری ناکامی او نااهلی ښیې چی نیغ په نیغه ی اثرات په غریبو او بی وزله خلقو کیږی