تازه خبرونه

پاکستان د چمن او تورخم له لارې د ملګرو ملتونو د محدودو مرستندويو کانټینرونو تګ راتګ ته اجازه ورکړې

پاکستان بارډرز ټریډ کونسل او د خېبر چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري د پاکستان حکومت او د پاکستان وزیراعظم د افغان چارو لپاره ځانګړي مرستیال صادق خان شکریه ادا کړی
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جنګ پیلیدو په اړه افغان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ ډزو تاید کړې دې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د افغان لوري ترهګرو پر ضد د اقدام نه کولو وروسته کړکیچ رامنځته شوې دې او پوله نن په ۵۶مه ورځ هم تړلې ده

اسلام‌اباد :  د پاکستان د سوداګرۍ وزارت او د بهرنيو چارو وزارت ترمنځ د همغږۍ وروسته اعلان شوی چې د انساني وضعیت د خرابېدو له امله به د ملګرو ملتونو یو شمېر کانټینرونو ته  په جزوي ډول د چمن او تورخم له لارې افغانستان ته د تګ اجازه ورکړل شی ترڅو د انساني مرستې افغانستان ته ورسول شي

د اعلان  ترمخه د اقوام متحده د خوراکي نړیوال پروګرام ، یونیسف   او د جمعیت النفوس صندوق  اړوند کارګو به په مرحلو کې مخ په وړاندی لاړی شي

په لومړی پړاو کې به یوازې هغه کانټینرونه چې خوراکي توکي وړي، په دویم پړاو کې به د درملو او طبي وسایلو کانټینرونه ، په درېیم پړاو کې به نور ضروري توکي لکه د زده‌کوونکو او استاذانو اړوند اړتیاوو  سامانونه افغانستان ته انتقال شي

 د بهرنو چارو وزارت د تجارت وزارت    ته سپارښتنه کړې چې د دریمې ډلې  په لړ کې دې لاندې کانټینرونه په بېړني ډول کلیر کړي چې پکې د نړیوال خوراک سازمان ۶۷ کانټینرونه، د یونیسیف ۷۴ کانټینرونه او د یواین ایف پي اې ۳ کانټینرونه شامل دي

د ستاینې څرګندونه

پاکستان بارډرز ټریډ کونسل  او د خېبر چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري   د پاکستان حکومت، د وزیراعظم د افغان چارو ځانګړي مرستیال صادق خان، د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان، د بهرنیو چارو وزارت او اړوندو ادارو څخه مننه کړې چې د انساني اړتیاوو پر بنسټ یې د نړیوال خواراک سازمان او یونیسیف اړوند کانټینرونو د جزوي تګ راتګ اجازه ورکړه

په دغو کانټینرونو کې خوراکي توکي، درمل، طبي وسایل او نور اساسي اړین مواد شامل دي. د سوداګرو اتحادیی مشران  وايي چې د دوی په غوښتنه د حکومت دا چټک اقدام، فعاله همغږي او بین‌الاداري همکاري نه یوازې د انساني مرستو د پرله‌پسې رسېدو سبب شوه، بلکې د سوداګرۍ ټولنې او نړیوالو ادارو باور یې هم پیاوړی کړو

مهمه ده چې یادونه وشی چې د افغان لوري په پاکستان سرحدي سیمو د بریدونو وروسته پاکستان د احتجاج په توګه  افغانستان سره له ۱۲م اکتوبر څخه خپل ټول سرحدونه د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړلي دي او نن په ۵۳مه ورځ هم د سپین بولدک او تورخم پوله د تجارتي هلو ځلو پر مخ تړلې ده

Related Articles

د افغانستان حکومت ویاند په یوه مرکه کې ویلي دي چې په تعزیر کې د “ټیټې درجې” مطلب بېوزله خلک نه دي، بلکې هغه کسان دي چې بیا بیا جرم کوي

January 29, 2026

د افغانستان حکومت دا نوې قانون عادلانه بلي خو بل اړخ ته د بشري حقونو استازې وایی چې دا نوې ټولنیزه تګلاره د اسلامي شریعت او نړیوال قانون سره په ضد کې ده

January 29, 2026

د سرچینو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه د دایکندی او ارزګان په پاتو، ګیزاب او تګابدار ولسوالیو کې له لږ تر لږه ۱۵ کلیو څخه شاوخوا ۲۸۰۰ کورنۍ په زور ایستل شوې دي

January 29, 2026

د فلسطین په غزی کې د تل پاتې امن لپاره د امن بورډ کې نور اسلامی هیوادونه هم شامل دي

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *