تازه خبرونه

د افغانستان په فاریاب صوبه کې د طالبانو د امر بالمعروف پر ودانۍ برید شوی؛ ای ایف ایف ذمه واری منلی

فریډم فرنټ دعوی کوی چی د مایمنې ښار په مرکز کې یې د طالبانو د اخلاقو پولیس په نښه کړي، خو طالبان ادعا کوي چې بریدګر د هدف تر رسېدو وړاندې له منځه وړل شوی دی
د افغانستان په فاریاب صوبه کې د طالبانو د امر بالمعروف پر ودانۍ برید شوی؛ ای ایف ایف ذمه واری منلی

په مایمنه ښار کې هغه وداني چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې ان المنکر سیمه‌ییز دفتر په کې موقعیت لري د وسله‌وال برید پرې تایید شوی

فاریاب افغانستان — د طالبانو ضد وسله‌والې ډلې افغانستان ازادۍ جبهې (Afghanistan Freedom Front) اعلان کړی چې د یکشنبې ماښام یې د فاریاب ولایت په مایمنه ښار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر ولایتي دفتر وسله‌وال برید ترسره کړی دی.

ازادۍ جبهې په یو خپور شوي بیان کې ویلي چې برید له مخکې پلان شوی و او هغه مهال ترسره شو چې د طالبانو د اخلاقو پولیس له ودانۍ څخه د وتلو پر وخت سره راټول شوي وو.

د AFF په وینا، په دې برید کې لږ تر لږه د طالبانو دوه غړي وژل شوي، او د دفتر د مشر سخت ټپي یا وژل شوی وي.

AFF دریز لری چی برید د خلکو د ځورونې او ښځو د سپکاوي پر ضد غبرګون و

AFF تور پورې کړی چې د طالبان امر بالمعروف کارکوونکي هر سهار په ښار کې پر خلکو فشار اچوي، د جامو، ظاهري بڼې او په ځانګړي ډول د ښځو د تګ راتګ په اړه یې محدودوي.
د ډلې په بیان کې راغلي چې برید د همدې، په وینا یې، “سیستماتیک ظلم او سپکاوي” په ځواب کې ترسره شوی دی.

طالبان: بریدګر هدف ته د رسیدو وړاندې وژل شوی . د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند د AFF ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې یو وسله‌وال کس هڅه کوله د وزارت د کارکوونکو په نښه کړی خو تر هدف رسېدو وړاندې د طالبانو ځواکونو له منځه یووړ.

طالبانو د پېښې د دقیقو تلفاتو، د بریدګر د هویت او یا د برید د خنثی کولو د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي شریک کړي.

د اخلاقو پولیسو په ضد بریدونه زیات شوي

د افغانستان ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په تېرو یوولسو میاشتو کې یې د طالبانو د امر بالمعروف پر مرکزونو په کابل، تخار، کاپیسا، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې ورته بریدونه کړي، او دا اقدامات یې د شخصي آزادیو او د ښځو د حقونو د دفاع برخه بللي دي.

عیني شاهدين

د مایمنې یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې د برید پر مهال د وزارت ودانۍ ته نږدې د ډزو غږونه اورېدلي، خو زیاتوي چې د طالبانو د سختې پالیسۍ له امله د پېښې خپلواک تایید ممکن نه دی

د افغانستان په شمال کې جګړه زیاته شوی .

شنونکي باور لري چې دا برید د هغې ټیټې شدت جګړې دوام ښيي چې د طالبانو پر ضد د شمالي ولایتونو د مقاومت ډلو لخوا پر مخ وړل کېږي. د دوی په وینا، په شمال کې قومي ناخوښي او د طالبانو پر واکمني پراخ انتقادونه د دې بریدونو شدت زیاتوي.

Related Articles

د پاکستان وزیراعظم شہباز شریف سعودي عربستان ته د بېړني سفر لپاره روان شوی ترڅو د سیمه‌ییزې امنیت په اړه خبرې وکړي او دوه اړخیزې اړیکې قوي کړي

March 13, 2026

یو ایراني شنونکی خبرداری ورکوي چې د منځني ختیځ د روانو کړکېچونو له امله ښايي هند له اقتصادي فشار سره مخ شي، ځکه چې دغه هېواد د تیلو په وارداتو کې تر ډېره پر منځني ختیځ تکیه لري

March 13, 2026

پاکستان د پاکستان ـ افغانستان پولې په اوږدو کې د امنیتي اندېښنو د زیاتېدو په حال کې د کابل او پکتیا په ولایتونو کې د وسلوالو پر هدفونو هوايي بریدونه کړي دي

March 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *