تازه خبرونه

ډیره اسماعیل خان کې ترهګریز برید: د سرک غاړې بمي چاونده کې درې پولیس اهلکار شهیدان شول

ترهګرو د ډیره اسماعیل خان په پنیاله سیمه کې د پولیسو ګاړي مخې ته په سرک بم ښخ کړې و چې پولیس هدف وګرځوی
په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي

پرون په بنو کې هم د سرک غاړي په بمي چاودنه کې د شمالي وزیرستان اسسټنټ کمشنر شاه ولي شهید شوې دې

ډېره اسماعيل خان کې د پوليسو پر موبایل د ترهګرو د بريد له امله درې پولیس اهلکار شهید شوي دي، د پولیسو د معلوماتو له مخې، په پنیاله سیمه کې د ډګري کالج ترڅنګ ترهګرو د سړک  په غاړه بم ښخ کړې وواو کله چې د پولیسو موټر سیمې ته ورسېد،  نو ماین چاودنه وشوه

د پولیس ویاند وايي چې له چاودنې وروسته ترهګرو پر پولیس اهلکارو ډزې هم و کړې، چې په برید کې د ای ایس آی په ګډون درې اهلکار شهیدان شول

پولیس اړخ زیاتوي چې ترهګر له پېښې وروسته تښتیدلي دي، سیمه کلابنده شوې او د لټون عملیات پیل شوي دي. د شهید شوو اهلکارو جسدونه ډي ایچ کیو روغتون ته ورسول شول   

د ترهګري  له منځه وړلو پورې به  مبارزه دوام وکړي : وزيراعظم

وزیراعظم شهباز شریف د ډېره اسماعيل خان پر پولیس موبایل د ترهګرو برید غندلی او د پولیس اهلکارو د شهادت  په مناسبت ی  د ژور غم او خواشینۍ څرګندونه کړې ده. هغه د شهیدانو د درجاتو د لوړېدو دعا هم کړې ده.

وزیراعظم د زخمي پولیس اهلکار لپاره د غوره طبي سهولتونو د برابرولو امر کړی او ویلي یې دي چې له دې  هېواد څخه د ترهګرۍ د بشپړ ختمېدو تر وخته پورې جګړه روانه ساتو. هغه زیاته کړې چې د پېښې مجرمین به وپېژندل شي او ورته به سزا ورکړل شي

د خیبر پښتونخوا د پولیسو قربانۍ د قدر وړ دي: د کورنیو چارو وزير

د کورنیو چارو وفاقي وزیر، محسن نقوي، د ډېره اسماعيل خان په پېښه کې د پولیس پر موټر د فتنۀ الخوارج برید غندلی او شهید ای ایس آی ګل عالم، کانسٹیبل رفیق او سخي جان ته یې د عقیدت پېرزوینه وړاندې کړې دي

محسن نقوي د شهیدانو له کورنیو سره د غم شریکې او  همدردۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې د خیبر پښتونخوا د پولیسو د زړورو سرتېرو قربانۍ به هېڅکله ضایع نه شي. هغه وویل چې د خیبر پښتونخوا پولیس د قربانیو ته د قدر او ویاړ په نظر ګوري

د خیبر پښتونخوا پولیس په زړه ورتیا د ترهګرو مقابله کوي: وزیراعلی سهیل افریدي

وزیراعلیٰ خیبرپښتونخوا سهیل آفریدی د پولیس فورس او سول افسرانو ګډ دربار ته په وینا کې ویلي چې اوسني حالات غیرمعمولي دي، او خیبرپښتونخوا له څلورو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ تر ګوزار لاندې ده

هغه زیاته کړه چې پولیسو د لږو امکاناتو باوجود ۲۱ کاله د ترهګرۍ پر ضد په ډیره میړانه مبارزه کړې ده، او د دوی پر قربانیو ټول ملت فخر کوي

وزیراعلی  آفریدی وویل چې پولیس کومه زړورتیا او عزم د ترهګرو پر ضد ښيي، هغه د ستایلو وړ دی.هغه وویل: چې که موږد الله تعالی د رضا او د ولس د ګټې لپاره وجنګېږو، نو بریا به زموږ وي.

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *