تازه خبرونه

افغانستان کې د طالبانو پر ضد مقاومت کوو: اندراب مقاومت محاذ

په افغانستان کې د افغان طالبانو پر ضد فعال اې آر ایف ، اندراب ریزسسټنس فرنټ په ایکس پاڼه لیکلي چې دوی په افغانستان کې د افغان طالبانو حکومت پر ضد کار کوي
په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو ۴ څلورکاله تیر شول خو طالب چارواکو خپلې ژمنې نه دې پوره کړي چې وی ټولشموله حکومت جوړ کړي

د افغان طالبانو پر ضد دا ګروپ وایی دوی په نړۍ کې د طالبانو د حکومت ملاتړ کوونکو کسانو معلومات راټول کړي دي فایل فوټو ، اې ایف پي ، په پنجشیر کې د افغانستان مقاومتي ځواک وسله وال

په افغانستان د طالب چارواکو ۴ کاله حکومت وشول خو تراوسه ی نړیوالو سره خپل ژمنې نه دي پوره کړي او تر نن پورې په افغانستان کې د ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو ټولشموله حکومت نه دې جوړ شی او هم دا ی لامل دې چې افغان ولس ی له سختو اندیښنو سره مخ کړې دې

د افغانستان په صوبه بغلان کې فعال د افغان طالبانو پر ضد یوه ډله چې، اندراب ریزسټنس فرنټ، اندراب مقاومت محاذ نومیږي ،په خپل ایکس پاڼه د طالب چارواکو په اړه یو مهم خبر او پیغام خپور کړې دې

دا ډله په ایکس پاڼه لیکي چې دا پیغام د ټولو هغو کسانو لپاره دې  چې د طالبانو ملاتړ کوي او د ترهګرۍ د ترویج هڅه کوي

په پیغام کې وایی چې  ستاسې دا کړنې به هېڅکله له نظره ونه غورځول شي. په تېرې مودې کې موږ پراخ معلومات، اسناد او شواهد راټول کړي، او دا به د هغو هېوادونو اړوندو ادارو ته وسپارل شي چې تاسې پکې فعالیت کوئ.  په خبر کې زیاتوي چې وروسته له دې حساب ورکول حتمي دي.

د اندراب مقاومتي ګروپ په خپل ایکس پاڼه پیغام کې وایی او ټینګار کوي چې څوک هم  چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، باید له قانوني یا نړیوالو عواقبو څخه د معافیت تمه ونه لري. په افغانستان کې موږ د طالبانو ترهګریز فعالیتونو پر ضد په زوره مقاومت کوو، او د هغوی له ملاتړو سره به په ګډه قانوني تعقیب هم کوو ، په پیغام کې وایی چې د طالبانو حکومت پر ضد به زموږ مبارزه که دننه وي او که بهر دوام وکړي

دلته باید یادونه وشی چې اندراب مقاومتي ځواک د افغانستان په بغلان صوبه کې فعال د وسله والو ډلو ده چې د افغان طالبانو پر ضد فعال دي او ددوی د تګلارو پر ضد مبارزه کوي

Related Articles

۱۹,۰۰۰ کورنۍ وپیژندل شوې، ۶۵٪ کورنۍ رضاکارانه انتقال شوي او ۳۵٪ خپلې زمینې پرېښودې نه دي

January 30, 2026

پاکستان د معلوماتو پر اساس او هدفمند اقداماتو سره د تیراه ترهګر مرکزونه له منځه وړي

January 30, 2026

ارپنګا بریال په امریکا کې د کوپرنیکس نړیوال ساینس سیالۍ کې د پاکستان استازیتوب وکوي

January 29, 2026

د امریکا لوري افغانستان طالبانو حکومت سر دې مالي مرستو په اړو یو شمیر شکونه او اندیښنې مخې ته راغلي دي

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *