تازه خبرونه

شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو عمليات: د هند ملاتړ لرونکي ترهګر له منځه وړل شوي

د پاکستان پوځ سرتیرو د هند ملاتړ لرونکو خوارجو پر ضد اپریش ن وکړو او په موثر ډول ی ددوی ځایونه هدف وګرځول او ۷ اووه ترهګر ی له منځه یوړل
په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي

پرون په بنو کې هم د سرک غاړي په بمي چاودنه کې د شمالي وزیرستان اسسټنټ کمشنر شاه ولي شهید شوې دې

شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو په دوو جلا پرېکنده عملياتو کې د هند له لوري ملاتړ کېدونکي وسله‌والې ډلې فتنه الخوارج اووه ۷  غړي وژل شوي دي

د پاک پوځ د عامه اړيکو څانګې  آی اېس پی آر لوري خپاره شوو  معلوماتو له مخې، دغه اووه ترهګر د دوو بېلابېلو عملياتو پر مهال له منځه وړل شوي دي

د پاکستان ویاندې ادارې آی اېس پی آر ویلي دي چې د مير علي سيمه کې د خوارجو د شتون په اړه د کره استخباراتي معلوماتو تر لاسه کېدو وروسته  د پاکستان امنیتي ځواکونو عمليات پيل کړل او ځواکونو د ترهګرو پټنځايونه هدف وګرځول او له منځه یوړل

د راپور له مخې، په مير علي کې د سختې نښتې په ترڅ کې شپږ۶ خوارج ووژل شول، بل لور ته، د سپين وام په سیمه کې د امنيتي ځواکونو په یوه بله کارروايي کې يو بل خوارج هم له منځه وړل شوی دی

آی اېس پی آر زیاتوي چې له وژل شويو وسله‌والو څخه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي، او وژل شوي کسان د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو پر ضد په ګڼ شمېر ترهګریزو پېښو کې ککړ وو چې وس ترې سیمه پاکه کړې شوه

د پوځ په وینا، په سیمه کې د نورو هند-ملاتړ لرونکو  خوارجو د له منځه وړلو لپاره د کلیئرنس عملیات روان دي، په بیان کې د پوځ ویاند زیاته کړه چې په هیواد کې د  بهرني ملاتړ ترلاسه کوونکي ترهګري به په کلکه له منځه يووړل شي او ترهګرو له به سخت ځواب ورکړل شی ترڅو ترهګري له جرړو اوباسي

مهمه ده چې یادونه وشی چې پرون په بنو کې د اسسټنټ کمشنرشمالي وزیرستان شاه ولي په ګاړي هم برید وشو چې په پایله کې نوموړې شهید شو او ورسره دوه نور پولیس اهلکار هم شهیدان شول

نورخبرونه:  بنو کې د شمالي وزیرستان اسسټنټ کمشنر پر قافله برید: اسسټنټ کمشنر او دوه پولیس اهلکار شهیدان شوي

Related Articles

د امریکا–پاکستان شنه اتحاد د لمریزې او بادي انرژۍ په ودې تمرکز کوي، د پاکستان د ۲۰۳۰ کال د پاکې بریښنا هدف ملاتړ کوي.

March 18, 2026

د کمېشن په وینا، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو په تعلیم، کار او عامه ژوند کې محدودیتونه لګول شوي، چې له امله یې په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت نړیواله اندېښنه راپارولې ده

March 18, 2026

د کراچۍ په سی ټي ډي عملیاتو کې د بلوچستان لبریشن ارمي لوړپوړی قوماندان سهیل “ګرک” وژل شوی، چې پلان شوې ترهګریزې حملې یې شنډې کړې او وسله والو شبکو ته یې لویه ضربه وهلې ده

March 18, 2026

د ایاز سید جنجالي ټویټ چې په کې یې د پاکستان دفاعي عملیات «تېروتنه» بللي، د ترهګرۍ ضد مبارزې او ملي امنیت په اړه د عامې بحثونو سبب شوی

March 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *