تازه خبرونه

هند د پاکستان انساني مرستې وړونکې الوتکې ته اجازه نه ورکوي

اسلام‌اباد وايي هند د هوايي دهلېز اجازه نه ورکوي، چې له امله یې سريلانکا ته د مرستو ځانګړې الوتکه له ۶۰ ساعتونو راهیسې ځنډول شوې ده
پاکستان: هند سريلانکا ته د بشري مرستو الوتکه د لاری اجازه نه ورکوي

د سريلانکا د آفتونو د مدیریت مرکز د معلوماتو له مخې، د مړو شمېر ۴۱۰ ته رسېدلی، ۳۳۶ کسان لا هم ورک دي او شاوخوا ۱.۵ میلیونه وګړي اغېزمن شوي دي

اسلام‌اباد :  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ ویلي چی  هند سريلانکا ته د پاکستان د بیړنیو بشري مرستو د لېږلو مخه نیولې ده  پاکستان د سری لنکا سیلاب زپلی خلقو ته بشری مرستی وړل غواړي

دا په داسې حال کې چې د ډیټواه طوپان سريلانکا کې سخت سیلابونه او د زمکې ښوېدنې رامنځته کړي، چې تر اوسه له ۴۰۰ څخه زیات کسان پکې وژل شوي دي

د بهرنیو چارو وزارت په ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي، د پاکستان ځانګړې الوتکه چې د مرستو سامان پکې لېږدول کېږي، له ۶۰ ساعتونو ډېر وخت راهسی  ولاړه ده ځکه چې د هند له لوري د هوايي لاری په وخت  اجازه نه ورکولو له امله ځنډول شوې ده

په بیان کې ویل شوي چې هند تېر ماښام تر ۴۸ ساعتونو وروسته یوه “جزوي اجازه” ورکړه، خو دې اجازې عملي ګټه نه لرله، ځکه یوازې د څو ساعتونو لپاره معتبره وه او د بېرته ستنېدو لپاره یې هېڅ ډول اجازه نه وه ورکړل شوې

د دې وړاندې ډيپلوماتیکو سرچینو تایید کړې وه چې هند به پاکستان ته د دې مرستندوی ماموریت لپاره خپل هوايي دهلېز پرانیزي. پاکستان او هند له اپرېل راهیسې یو بل ته خپل فضايي لاری تړلی، کله چې د هند تر واک لاندې کشمیر په پهلګام  سیمه کې له ترهګرو په  یوه برید کې ۲۶ کسان ووژل شول او له هغې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لنډه پوځي شخړه رامنځته شوه. پاکستان خپل د هوايي تګ راتګ بندیز د نومبر تر ۲۴مې غځولی و.

بل لور ته، سريلانکا د طوفان د لا سختېدو له امله بیړنی حالت اعلان کړی دی. د آفتونو د مدیریت مرکز د معلوماتو له مخې، د مړو شمېر ۴۱۰ ته رسېدلی، ۳۳۶ کسان لا هم ورک دي او شاوخوا ۱.۵ میلیونه وګړي اغېزمن شوي دي. چارواکي وایی  دا د ۲۰۰۴م د سونامي له پېښې وروسته په ټاپو کې تر ټولو ستر طبیعي ناورین دی . په کولمبو کې د اوبو سطحه ورو ورو راټیټېږي، خو د ښوېدنو خبرداری لا هم د سريلانکا په مرکزي سیمو کې برقرار دی

Related Articles

پاکستان په کندهار کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل، چې موخه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه، د ډرون تاسیسات او د GDI مرکزي دفتر وو، تر څو د وسله‌والو ګواښونه له منځه یوسي

March 15, 2026

د کلی سناک په سیمه کې د یوه کومیказ ډرون د غورځېدو له امله درې ماشومان ټپیان شول. چارواکي څېړنې کوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خبردار پاتې شي

March 15, 2026

د شنونکو په وینا، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان خاوره د مختلفو وسله‌والو شبکو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول شوې، چې له امله یې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې ده

March 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *