...

 بنو کې د شمالي وزیرستان اسسټنټ کمشنر پر قافله برید: اسسټنټ کمشنر او دوه پولیس اهلکار شهیدان شوي

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سهېل افریدی او صوبایی حکومت په سرکاري افسر د برید غندنه کړې ده او دا عمل لوی زیان بللې
بنو کې د اسسټنټ کمشنر په موټر برید: برید کې اسسټنټ کمشنر شهید شوې او ورسره نور دوه پولیس اهلکارهم شهیدان شوي دي

د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې بریدونه زیات شوي او په عام اولس کې ډیر سخت ډار خپور شوې فایل فوټو، اسسټنټ کمشنر شاه ولي

بنو :  د میران شاه سړک پر ممند خیل سیمه کې وسله والو کسانو د شمالي وزیرستان اسسټنټ کمشنر شاه ولی پر قافله ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې اسسټنټ کمشنر شهید شوی. په برید کې دوه پولیس افسران او یو عام وګړی هم شهیدان شول

د سیمی نه رارسیدلی معلومات ښیې برید کوونکو وروسته د سرکاري پیک اپ موټر ته اور هم اچولی او د شهید شوي افسر موټر ی سوځولې دې

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سهېل افریدی او صوبایی حکومت د پیښی غندنه کړی او دا یې یو غټ زیان ګرځولی دی

 امنیتی سرچینې وایی پولیس سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او عملیات یې پیل کړل دا عملیات  د بنو ډي پي او یاسر افریدی، ایس پي سټي توحید خان او ایس پي انویسټیګیشن ساجد ممتاز په مشري  کی پیل شوی دی . تر اوسه ددې برید پړه کوم تنظیم په غاړه نه ده اخستي

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو لپاره د وزیر اعلی ځانګړي معاون شفیع جان  ویلی په قافله برید بزدلانه او د خواشینۍ وړ عمل دی. هغه وویل چې دا پېښه د صوبې او د شهید اسسټنټ کمشنر د کورنۍ لپاره ستر زیان دی. شفیع جان زیاته کړه چې د شهید اسسټنټ کمشنر خدمتونه به تل یاد وساتل شي او د هېواد دښمن عناصر به خپلو هدفي مقصدونو ته و نه رسېږي

هغه وویل چې دغه ډول بریدونه د ترهګرۍ پر ضد د جګړې عزم نه شې کمزورې کولی، او قام به د شهیدانو قربانۍ هېڅکله هېرې نه کړي. شفیع جان د شهیدانو د لوړ مقام او د زخمیانو د ژر تر ژره روغتیا لپاره دعا وکړه.صوبایي حکومت هم د شهیدانو د کورنیو سره  د غم شریکوالي اعلان کړې دې

مهمه ده چې یادونه وشی چې په خیبر پښتونخوا کی د ترهګري پیښې زیاتی شوي او په صوبه کی سرکاری کارکونکی، امنیتی ځواکونه، پولیس او پوځي سرتیرې زیات  په نښه کیږی چې له امله ی په عام اولس کې هم ډار خپور شوې دې

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.