تازه خبرونه

سپینه ماڼې وایی چې افغان وګړو ته ی د ویزو ورکول بند کړي

د امریکا سپینې ماڼي ویاندې ویلي دي چې د په امریکا کې د پناه غوښتونکو ټول غوښتونلیکونه درول شوي دي
په دې وروستیو کې د امریکا انتظامیه لوري افغانانو ته د ویزو ورکولو پروسه درول شوې ده

د امریکا سپینې ماڼې ویاندې ویلي دي چې د ډوندلډ ټرمپ روغتیایی حالت ښه دې

 امریکا کې میشت افغانانو په اړه د امریکا د ولسمشر مشر ډونلډ ټرمپ حکومت د وائٹ هاؤس ویاندې کیرولین لیوټ  بیان مخې ته راغلې دې

    د سپینې ماڼۍ ویاندې کېرولین لېوټ ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان څخه راغلو ټولو کډوالو او مهاجرو د بیا ارزونې بهیر پیل کړی دی

د سپینې ماڼۍ ویاندې په څرګنده ټینګار وکړ چې هر هغه څوک چې د امریکا ملي امنیت ته ګواښ وي، له هېواده به ایستل کېږي

کېرولین لېوټ زیاته کړه چې د پناه غوښتونکو ټولې پرېکړې او د ځانګړو مهاجرتي ویزو  اجرا تر بل امر پورې درول شوي دي. د هغې په وینا، د څو ورځو وړاندې د رامنځته شوي خونړي پېښې وروسته د پراخې کچې د ایستلو پلان  اهمیت لا زیات شوی دی.

 د سپینې ماڼې ویانده د ټرمپ روغتیایی وضعیت په اړه هم معلومات شریک کړل، د  ولسمشر ټرمپ د روغتیا په اړه د پوښتنو په ځواب کې د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې ولسمشر په عمومي ډول په بشپړه توګه روغ او ښه صحي حالت کې دی، د  هغې په خبره ، د ټرمپ ایم آر آیی ایکسرې او  ازموینه د احتیاط له مخې ترسره شوې، زیاته ی کړه چې د هغه زړه په بشپړ ډول سالم او په ښه وضعیت کې دی

  د افغان پاسپورټ لرونکو لپاره ویزې ودرول شوې

مهمه ده چې باید یادونه وشی چې  د افغان پاسپورټ لرونکو ټولو مسافرو ته د ویزو اجرا درولې شوې ده او د پناه غوښتونکو  ټولو غوښتنلیکونو په اړه پرېکړې هم

ځنډول شوي دي، دا اقدام وروسته له هغې اعلان شو چې تېره اونۍ یو افغان وګړي چې د امریکا لوري افغان وګړو لپاره د ځانګړي پروګرام له لارې امریکا ته راغلې وو، په واشنګټن ډي سی کې د امریکا پر نیشنل ګارډ سرتیرو ډزې وکړې ، دوه امریکایی سرتیري ی سخت ټپیان کړل چې بیا وروسته یوه ښځینه سرتیرې ژوند له لاسه ورکړو

نورخبرونه: امریکا افغان وګړو ته د ویزې ورکولو لړۍ نامعلوم وخت لپاره درول

په امریکا کې د سپینې ماڼۍ تر څنګ ډزې: د نیشنل ګارډ دوه سرتېري سخت ژوبل شوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *