تازه خبرونه

افغان طالب چارواکي وایی چې ۹۶۲  کورنۍ چې ۵۴۰۴ غړی ی وو ثبت شوي او کورونو ته استول شوي

د افغانستان اړوند اداره وایی چې دوی په سرحدي سیمو کې وطن ته واپس راستانه شوو افغان کورنیو لپاره د راجسټریشن او دوی سره د مرستو کولو لپاره بشپړ میکانیزم جوړ کړې دې
پاکستان خپل سرحدونه د افغان مهاجرینو پر مخ ، چې هیواد ته واپس ستانه شي، خلاص ساتلې دي

د افغانستان حکومت افغان مهاجرینو دفتر وایی دوی هیواد ته واپس راستانه شویو کورنیو سره مالي مرستې هم کوي

کابل/تورخم:  افغانستان د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء هیواد ته د واپس راستانه شوو افغان کورنیو د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړې دې

دا راپور د د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۱۰هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۹/۱۰هـ ل نېټې سره، سمون خوري، په راپور کې وایی چې  د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي

د اسلام کلا له لارې (۲۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۸) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۴) کورنیو سره مجموعًا (۱۶۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې (۲۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۸)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۹۰)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي، له نیمروز څخه (۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳)تنه و، هرات ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۱۷۰۰۰) کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵)کورنیو سره مجموعًا (۴۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۷۷۴)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۶)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

د سپین بولدک له لارې (۴۲۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۳۲)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي

له سپین بولدک څخه (۳۱۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹۰۲)تنه و، غزني، لوګر، پکتیا، هلمند، کندهار، هرات او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۲۸۶۵۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۲۶)کورنیو سره مجموعًا (۳۴۱۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده ، په سپین بولدک کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۶۴۳۲)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۲۵)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي

د تورخم له لارې (۸۵)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۴۷۶)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي، له تورخم څخه (۱۷)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۱)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۱۱۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۵)کورنیو سره مجموعًا (۴۲۶۰۰۰)افغانۍ  مرسته شوې ده. د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۳۲)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي

 په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

د بهرامچې له لارې (۱۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۰)تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي. د هلمند له بهرامچې څخه (۴۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۳)تنه و، ګرمسیر، خانشین، دیشو ولسوالیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۴۵۳۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۷)کورنیو سره مجموعًا (۴۰۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده، له کابل څخه (۵۸۳)‍کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۱۸۵)تنه و، کندوز، بغلان، تخار، جوزجان، سرپل، لوګر، سمنګان، بلخ، دایکندي او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۲۴۱۲۵۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام لاندې ورکړل شوي دي

ثبت شـــــوي مهـاجرین:               (۵۸۰)کورنۍ او (۳۱۶۴)افراد

لېږدول شـوي مهـاجرین:               (۹۶۲)کورنۍ او (۵۴۰۴)افراد

مرسته شوي مهــاجرین:              (۵۵۷)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              (۶۶۳)عــــدده

نورخبرونه: افغان مهاجرین دې په عزت سره خپل هیواد ته لاړ شي: وزیرداخله

Related Articles

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د اختر پیغام د طالبانو د واک ستاینه وکړه، خو د ښځو د محدودیتونو او د افغانستان د کړکیچونو په منځ کې سختې نیوکې یې هم راجلبې کړې

March 16, 2026

د امریکا د تیلو مشرانو سپینه ماڼۍ ته خبرداری ورکړی چې د منځني ختیځ شخړو له امله د انرژۍ کړکېچ زیاتېږي او د بازار د ثبات لپاره همغږي اقدامات ضروري دي

March 16, 2026

د امریکا کمیسیون هندوستان د مذهبي آزادۍ پر وضعیت نیوکه کړې او د لږکیو د خرابېدونکي وضعیت په اړه یې د RSS او RAW پر وړاندې د بندیزونو سپارښتنه کړې

March 16, 2026

راپورونه ښيي چې د طالبانو په کنټرول افغانستان کې ترهګري د ځانمرګو بریدګرو او وسله‌والو بې‌پيلوټه الوتکو له لارې صادرېږي، چې د پاکستان او سیمې لپاره د امنیت اندېښنې رامنځته کړي

March 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *