...

سعودي عربستان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبری اتري ناکامه شوي

په اکتوبر میاشت کې د دوحه او استنبول مذاکراتو وروسته نن د ګل په ورځ هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ ریاض کې د سولې لپاره خبرې ناکامه شوې
د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې د افغان لوري د ترهګرو پر ضد اقدام نه کولو پر سر ترینګلې شوي دي

د سرچینو ترمخه د سعودي عربستان په منځګرتوب د پاکستان او افغان طالب چارواکو ترمنځ د سولې لپاره او د شخړه هوارولو لپاره ددې مذاکراتو تابیا شوې وه انځور د معلوماتو لپاره د مصنوعي ذهانت لارې جوړ شوې دې

اسلام آباد: د افغانستان او پاکستان د لوړپوړو پلاوو ترمنځ د ریاض د خبرو لومړی پړاو د لنډو خبرو اترو له امله بې‌له کوم عملي پرمختګ پای ته رسېدلی

د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې افغان سرچینو تایید کړې چې نن د ګل په  ورځ ناسته یوازې شاوخوا دېرش دقیقې روانه وه او په دغه موده کې دواړو لوریو محدوده خبرې وکړې او وروسته یې د غونډې پای اعلان کړه

د اسلامي امارت شپږ کسیز پلاوې  او د پاکستان پنځه کسیزه ډلو د خبرو جزییات له رسنیو سره نه دي شریک کړي

 نږدې سرچینې وایي چې د ناستې فضا تر یوې اندازې ترخه شوه او د مثبت او جوړونکي بحث امکان یې کم کړ. دغه خبرې د سعودي عربستان په منځګړیتوب په داسې وخت کې راجوړې شوې وې چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ سرحدي ترینګلتیا او سیاسي کړکېچ مخ په زیاتېدو دې

باید یادونه وشی چې افغان پلاوی یوه ورځ مخکې ریاض ته رسېدلی و او هلته یې عمره هم ادا کړې وه. د پاکستاني چارواکو سره تر لنډې کتنې وروسته ویلی کیږی افغانستان پلاوي   بېرته ستنېدو تیاری نیسي

که څه هم په لومړي پړاو کې پرمختګ و نه شو، خو دواړه لوري او منځګړي هېوادونه تمه لري چې راتلونکو غونډو کې به د ترینګلتیا د کمولو او د منظم تعامل د پیل لپاره هڅې دوام داره اوساتی

ددی وړاندی د پاکستان او افغانستان ترمنځه  په دوحه او ترکیه کی مذاکرات شوی وو خو د چارواکو ترمخه د افغان پلاوي د ترهګرو پر ضد اقدام په اړه لیکلې ژمنه نه کولو وروسته دا خبرې پرته له کومې مثبتې پایلې سرته ورسیدل

نورخبرونه

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځه استنبول مذاکرات بې‌پایلې پای ته رسېدلي

پاکستان او افغانستان ترمنځ استنبول کې مذاکرات کامیاب شوي

نن په استنبول کې یوځل بیا د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ خبرې کیږي

د کابل داخلي ګډوډۍ د استنبول مذاکرات ناکام کړل

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.