واشنګټن/کابل : د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د یوه خونړي برید وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ سفارتی اړیکې بیا ترینګلې شوي دي او افغانستان د خپلو کمزورینو څخه د توجه اړولو دپاره په پاکستان تورونه لګوی
په دغه پېښه کې یو افغان اصليت لرونکی سړی، رحمنالله لکڼوال، د امریکا د نیشنل ګارډ دوه سرتېرو باندې ډزې وکړې چې یو پکې وژل شوی او بل ټپي شوی دی
په قطر کې د افغانستان سرپرست سفیر، سهیل شاهین، یوه هندي رسنۍ سره په مرکه کې پاکستانۍ استخباراتي ادارې آیی ایس آیی باندې تور پورې کړی چې هڅه کوي د واشنګټن وروستی برید د اسلامي امارت سره وتړي څو د کابل حکومت بې اعتباره کړي. هغه وویل چې ښايي نورې بهرنۍ ادارې هم هڅه کوي افغانان د امنیتي ګواښ په توګه وښيي. شاهین ټینګار وکړ چې اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بهرنیو بریدونو لپاره وکارول شي
حقایق ددی برعکس دی
د امریکا چارواکو او رسنیو راپورونه ښيي چې د سفیر ادعاوې سمې نه دي رحمنالله لکنوال د افغان ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی و، چې د طالبانو پر وړاندې د جګړې پر مهال د امریکا پوځ او استخباراتي ادارو، په شمول د سي ایی اې سره ی په ګډه کار کاوه
رحمان الله لکڼوال په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د اپریشن الایز ویلکم پروګرام له لارې امریکا ته راغلې وو کوم چې د هغو افغانانو ساتنې لپاره جوړ شوی و چې د طالبانو د انتقامي اقداماتو له خطر سره مخ وو
پاکستان د برید غندنه کړی
پاکستان په کلکه د واشنګټن برید غندلی او دا یې د امریکا په خاوره یو “وحشي برید” او د ترهګرۍ عمل بللی دی. د پاکستان بیان کې د افغانستان له سیمې د سرحدي ترهګرۍ ستونزه هم روښانه شوې او پاکستان د دې ګواښونو د مخنیوي ژمنه کړې ده
دا پېښه بیا د سرحدي امنیت، استخباراتي مسؤلیت او د افغانستان-پاکستان د اړیکو د پیچلتیاوو په اړه بحثونه تازه کړي دي
شنونکي دا هم وایی چې له افغان چارواکو لوري د واشنګټن برید پر پاکستان اچول غیرمنطقي دي ځکه په برید کې ککړ افغان په افغانستان کې نیټو او امریکایی ځواکونو سره کار کړې وو او دا هم ویل شی چې افغان وګړې چې پر امریکایی سرتیرو ی ډزې کړې وې ، د سي آیی لپاره کار هم کولو