تازه خبرونه

د پیښور ایف سي هیډکوارټر ځانمرګي برید درې ځانمرګي برید ګر افغانان وو: د چارواکو تصدیق

په دې وروستیو کې د پیښور په صدر ایف سي هیډواکوارټر باندې د ځانمرګي برید درې بریدګر افغان وګړي وو او نادرا ددوی تابیعیت تاید کړې دې
د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې ترهګر بریدونه زیات شوي، خلک ی اندیښمن کړي دي

د پیښور ایف سي هیډکوارټر په برید کې درې د ایف سي اهلکار شهیدان شوي وو

پیښور: پېښور کې د فېډرل کانسټېبلري (ایف سي) مرکز باندې  ترسره شو يځانمرګي برید په اړه پلټنې روانې دي او چارواکو مخې ته مهم معلومات لاس ته راغلي دي

د پلټنې چارواکي وايي چې نادرا د ایف سي مرکز پر برید کوونکو درې واړو بریدګرو افغان تابعیت تایید کړی، خو نادرا ته د بریدګرو نور تفصیلي معلومات تر اوسه نه دي رسېدلي

چارواکي زیاتوي چې د پېښې له امله تر اوسه له ۱۰۰ څخه زیاتو شکمنو کسانو څخه پوښتنې شوې دي، او د بریدګرو له رحمان بابا هدیرې څخه تر فېډرل کانسټېبلري مرکز پورې د هغوی د راتګ ویډیو فوٹیج هم ترلاسه شوې

چارواکي وايي چې د پلټنو  ټیم د برید سَهولت کوونکي ،مرستندویه کس د معلومولو هڅه کوي، او د برید په ورځ ځانمرګو بریدګرو سره هېڅ ډول موبایل ټېلیفون نه و

مهمه ده چې یادونه وشی چې  د ۲۴ نومبر په ورځ د فېډرل کانسټېبلري په مرکز کې ځانمرګي برید وشو چې په کې ۳ ایف سي سرتیري شهیدان شوي او درې واړه بریدګر وژل شول

نورخبرونه:  پیښور کې ځانمرګي برید شوې دې

زموږ ستونزه افغان ولس سره نه افغان طالب چارواکو سره ده: پاکستان

Related Articles

فلم د “اقرأ” په قرآني لفظ پای ته رسېدلې ترڅو د علم اهمیت څرګند کړي، او ډایرکټر ویلي چې دوی د درې طلاق او مهر په اړه سم معلومات وړاندې کول غوښتل

April 24, 2026

د هندي هوایي ځواک د الوتکو د سقوط زیاتېدونکو پېښو د هوايي بیړۍ د خوندیتوب او ساتنې معیارونه بیا تر پوښتنې لاندې راوستي دي

April 24, 2026

د یوه باوقاره قوم غړي او ادارې د یو بل ځواک ګرځي. د حق معرکې پر مهال کله چې د پاکستان ولس او دولتي ادارې په یوه صف کې ودرېدل، نو د دښمن ټول ناپاک پلانونه او د ګډوډۍ خپروونکي عناصر په خپله ناکام او بې‌مراده شول

April 24, 2026

د طالبانو د واکمنۍ لاندې د افغانستان حکومتداري د مشروعیت، د بشري حقونو د محدودیتونو او د سیاسي ګډون د نشتوالي له امله تر نیوکو لاندې ده

April 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *