د امریکا په ټېکساس ایالت کې د امریکا امنیتي چارواکو یو بل افغان وګړی چې نوم یې محمد داوود الکوزی دی د ترهګرۍ په تور نیولی دی. نوموړی هغه مهال ونیول شو چې یوې وېډیو کې یې ادعا وکړه چې ګواکې د فورت ورتهه سیمه د هدف ګرځولو لپاره د بم جوړولو هڅه کوي
د فاکس نیوز د راپور له مخې، الکوزی متحده ایالاتو ته د جوبایډن له خوا د پیل شوي پروګرام اپریشن الایز ویلکم له لارې ورغلی و، هغه پروګرام چې د کابل تر سقوط وروسته ګڼ افغانان پرې امریکا ته انتقال شوي و.
امریکایي چارواکي وایي چې په وېډیو کې الکوزي څرګنده ګواښ کړې وه او ادعا یې کړې وه چې دی د چاودېدونکي موادو جوړولو په حال کې دې چارواکي اوس پلټنې کوي چې ایا نوموړی د چاودېدونکو موادو لاس رسی یا د افراطي ډلو اړیکې لرلې او که نه
Breaking news: Another Afghan national Muhammad Dawood alkozai has been arrested on terrorism charges after posting a video claiming he was building a bomb to target the Fort Worth area in Texas, United States. According to Fox news, Mohammad Dawood Alokozay came to the U.S. as a… pic.twitter.com/RwWKGbtt1t
— Mahaz (@MahazOfficial1) November 29, 2025
دا هم باید یادونه وشي چې امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې محمد داود الکوزي ته د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر میاشتې په ۷مه نېټه په متحده ایالاتو کې د دایمي استوګنې ګرین کارډ حق ورکړل شوی و له دې وړاندې هم په ۲۶م نومبر یو افغان وګړې رحمان الله لکنوال چې د افغان طالبانو د واک ته رسیدو وروسته امریکا ته تللې وو په واشنګټن ډي سي کې په امریکایی نیشنل ګارډ سرتیرو ډزې وکړې او دوه سرتیرې یوه ښځینه او بل نارینه ی سخت ټپیان کړل چې بیا وروسته ښځینه سرتیرې ژوند له لاسه ورکړو
نورخبرونه: په امریکا کې د سپینې ماڼۍ تر څنګ ډزې: د نیشنل ګارډ دوه سرتېري سخت ژوبل شوي
امریکا افغان وګړو ته د ویزې ورکولو لړۍ نامعلوم وخت لپاره درولې