تازه خبرونه

پاکستان نه غواړي خپل مسلمان ګاونډي هیواد افغانستان سره جنګ وکړي: اسحاق ډار

د پاکستان مرستیال وزیراعظم اسلام آباد کې رسنیو سره خبرو کې ویلي دي چې پاکستان چې هند ته ماتې ورکولې شی نو افغانستان دوی لپاره کومه ستونزه نه ده
د پاکستان مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار په اسلام‌اباد کې د یوې غونډې پر مهال وینا کړې ده

پاکستان تل له نړۍ او ملګرو ملتونو غوښتي چې د کشمیر شخړه دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه هواره شي

اسلام آباد:  د پاکستان مرستیال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار ویلي چې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د افغان بهرنيو چارو وزير امیر متقي ورته ويلي وو چې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان   ځینې کسان يې نيولي، خو پاکستان پرې ټينګار کړې وو او افغان چارواکو ته ی دا خبره واضحه کړې وه   چې يوازې د څو سو کسانو نيول نه بلکې د ټولو اړوند ټي ټي پي کسانو نیول اړین دي او ددوي پر ضد سخت اقدام ضروري دي خو افغان حکومت تراوسه دا کار ونه کړو

اسحاق ډار د اسلام آباد په خبري غونډه کې د خپلو وروستيو نړيوالو سفرونو په اړه رسنیو سره خبرو اترو کې  او وویل چې د ماسکو، بحرين او برسلز سفرونو پر مهال یې د پاکستان اقتصادي ترجيحات، سیمه ییز اتصال، د انرژۍ همکاري او ولسي پرمختګ د پاکستان د بهرنۍ تګلارې اصلي محور بللی دی

د هغه په وینا، یورپي اتحادیې ته یې واضح کړه چې افغانستان د ترهګرۍ ضد ژمنې نه دي پوره کړي. اسحاق ډار زیاته کړه چې

“ امیر متقي راته وویل چې دوی د ټي ټي پي  ځینې کسان نیولي، خو موږ ورته وویل چې یوازې د څو سو کسانو نیول کافي نه دي. زموږ غوښتنه یوازې دا ده چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي

وزیر خارجه وویل چې اسلام‌آباد له کابل څخه غوښتنه کړې چې د کالعدم ټي ټي پي  وسله وال د پاک افغان پولې څخه لرې کړي او یا  پاکستان ته وسپاري

هغه زیاته کړه چې پاکستان له خپلې خوا افغان حکومت سره  شوي ژمنې پوره کړې او د یو ښه نیت‌پر بنسټ اقدامات یې کړي، خو له بده مرغه له افغانستانه د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې پرمختګ نه دی شوی او وضعیت لا خراب شوی

پاکستان لوري افغانستان په اړه مهمه پریکړه نن اعلانیږي

د پاکستان مرستیال وزیراعظم او وزیر خارجه اسحاق ډار اوویل وویل چې  ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې افغانستان ته انساني مرستې له پاکستان لارې واستوي، نوموړي اوویل او ټینګار ی وکړوه چې نن یکشنبه په ورځ د ملګرو ملتونو لوري افغانستان ته د خوراک او  بشري مرستو په اړه پرېکړه اعلان شي

اسحاق ډار په څرګندو ټکو وویل چې موږ د افغانستان ستونزه په زور حل کولای شو، خو نه غواړو چې خپل ورور کور ته په ور ننوتلو سره تاوان ورسوو. که موږ هند ته د سبق ورکولو وړتیا لرو، نو دا هېڅ لوی کار نه دې ، زیاته ی کړه او ټینګار ی وکړو چې موږ د یو خپل مسلمان ورور سره جګړه نه غواړو

هغه ټینګار وکړ چې د افغان طالبانو حکومت باید خپله تګلاره بیا وڅېړي او دې ته کتنه وکړه  ځکه چې د دوی په دننه کې نیمایي د سولې پلویان او نیمایي د هغوی برعکس دریځ لري او د افغان طالبانو پر ضد دي

دا هم باید یادونه وشي چې پاکستان په دوحه مذاکراتو او بیا د استنبول په مذاکراتو کې له افغان طالبانو غوښتي وو چې دوی سره لیکلې ژمنه وکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي خو افغان چارواکو لیکلې ژمنه کولو څخه انکار وکړو او هم دا ی لامل دې چې د استنبول خبرې پرته له کومې مثبتې پایلې پای ته ورسیدلې

نورخبرونه: آی اېس پي آر: افغان ځواکونه د ترهګرو  داخلېدو لپاره پر پاکستاني پوستو ډزې کوي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *