تازه خبرونه

په امریکه کی په سیکیورټی ګارډز د بریدونو وروستو حکومت امنیتي پالیسۍ لا نورې سختی کړی شوی

په ۲۶ نېټه یو افغان تورن تن په ډزو د امریکا یو زنانه سیکیورټی مړه او دویم ژوبل شوی وو
په امریکه کی په سیکیورټی ګارډز د بریدونو وروستو حکومت امنیتیپالیسي لا نورې سختی کړی شوی

د پیښی وروستو حکومت د ایمیګریش محکمی د افغان وګړو د شهريت ټول درخواستونه ځنډولی دی

د ټرمپ ادارې د ۱۹ هېوادونو د ګرین کارډ لرونکو د قضیو ته بیا کتنه کوي — د امریکا وروستي برید وروسته امنیتي پالیسۍ لا سختې شوې امریکا کې د تېرې اونۍ هغه برید وروسته، چې یو افغان وګړی رحمان الله چی د امنیتي ځواکونو پر ضد ی برید ترسره کړ، د ټرمپ ادارې د امیګریشن او امنیتي پالیسۍ په کچه د مهمو بدلونونو اعلان کړی دی. د دې نوې تګلارې له مخې به د ۱۹ ځانګړو هېوادونو د ټولو ګرین کارډ لرونکو قضیې له سره او په سخت ډول وڅېړل شي. پاکستان په دغه نوم لړ کی شامل نه دی .

د چارواکو په وینا، وروستي برید دا اړتیا نوره هم روښانه کړې چې د ځینو هېوادونو وګړو ته د امریکا د داخلېدو، د هغوی اړیکو، سفرونو او آنلاین فعالیتونو په اړه لا پوره پلټنه وشي.

تر دې وړاندې یوازې هغه ګرین کارډ لرونکي له هېواد څخه ایستل کېدل چې د ترهګرۍ په فعالیتونو کې ښکېل ثابت شوي وی، خو اوس اداره غواړي دا معیار پراخه کړي او د هر ډول احتمالي ګواښ پر بنسټ سخت امنیتي ارزونه وکړي.

اټکل کېږي چې د دې ۱۹ هېوادونو تر ۴.۳ میلیونه زیات وګړي په امریکا کې مېشت دي چې ګڼ شمېر یې د امریکا تابعیت هم اخیستی، خو هغه کسان چې لا هم ګرین کارډ لري ښايي د نوې سختې سکریننګ تګلارې له امله له ستونزو سره مخ شي.

د ۱۹ هېوادونو نوملړ

دغه هېوادونه د “countries of concern” په نوم د بیاکتنې په لېست کې شامل شوي دي

مکمل محدودیت لرونکی هېوادونه

افغانستان

برما (میانمار)

چاډ

د کانګو جمهوریت

استوایي ګینې

اریتریا

هایتي

ایران

لیبیا

سومالیا

سوډان

یمن

جزوي محدودیت لرونکي هېوادونه

بروندي

کیوبا

لاووس

سیرا لیون

ټوګو

ترکمنستان

وېنېزوېلا

ولی پاکستان په دې لېست کې شامل دی؟

نه — د ټرمپ ادارې د عامه شوې فهرست له مخې پاکستان په دې لېست کې نه دی شامل شوی.
یعنې د پاکستان ګرین کارډ لرونکي په مستقیم ډول د دې نوې سختې پلټنې تر اغېز لاندې نه راځي.

خو څیړونکی وایي، که د امریکا امنیتي پالیسي لا سختېږي، نو هر هېواد په راتلونکي کې د دې لېست برخه کېدلی شي

Related Articles

نړیوال تبصره کوونکو پرېکړه سیاسي ځپنه ګڼلې، خو دقیق کتنه ښيي چې دا د پاکستان دکورني قانون په چوکاټ کې قضایي پروسه ده

February 1, 2026

الجزیره د پاکستان په اړه راپورونه څو ځل داسې وړاندې کړي چې ترهګري کم ارزوي او تاوتریخوالي ډلو ته سیاسي مشروعیت ورکوي

February 1, 2026

د پاکستان لخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اریا-فارمولا غونډې بلنه، چې د “د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې لپاره د تړونونو د درناوي” په موضوع وه، یوه ارامه خو مهمه قانوني بریا وه

February 1, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *