تازه خبرونه

په ۲۰۲۵ کال کې تر یو ميليون زیات افغانان له پاکستانه بېرته ستانه شي:  یو این ایچ سي آر

یواین ایچ سي آر په راپور کې له پاکستانه غوښتي چې هغه افغان وګړي چې پناه غوښتونکي دي او په افغانستان کې د تیروخت انتظامیه سره د کار کولو له امله ستونزې لري، دوی ته دې په پاکستان کې د پاتې کیدلو اجازه ورکړي ترڅو ددوی ژوند خوندي شي
پاکستان خپل سرحدونه د افغان مهاجرینو پر مخ ، چې هیواد ته واپس ستانه شي، خلاص ساتلې دي

د افغانستان حکومت افغان مهاجرینو دفتر وایی دوی هیواد ته واپس راستانه شویو کورنیو سره مالي مرستې هم کوي

اسلام آباد/پیښور: د پاکستان حکومت له لوري د غیرقانوني بهرنیانو پر ضد قانوني اقدام وروسته د هیواد  له بیلو صوبو او سیمو کې میشت غیرقانوني  افغان مهاجرینو افغانستان ته واپس د تګ لړۍ دوام لري

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وایی چې د ژمي له رارسېدو او د هوا د يخېدو سره سم هم په  زرګونه افغانان  چې پکې د کډوالو کارت لرونکي او پناه غوښتونکي  هم شامل  دي افغانستان ته روان دي، په داسې حال کې چې په افغانستان د انساني بحران یوه لویه ستونزه هم رامخي ته ده

 د ملګرو ملتونو د نړیوال کډوالو اړوند ادارې یو این ایچ سي دفتر  معلوماتو له مخې، یوازې په روان ۲۰۲۵ کال کې تر يو ميليون زيات افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي

د  یو این ایچ سي آر په پاکستان کې  استازې ، فلیپا کینډلر  ویلي دي که حالت مناسب وای، دا به د خوښۍ خبره وه، خو د اوسنيو شرایطو لاندې دا د حل پرځای نورې اندېښنې رامنځته کوي

ستنېدونکي افغانان  بېړنۍ مرستو ته اړتیا لري

یو این ایچ سي آر  وايي چې د پولو په تلو راتلو کې خپل حضور پراخ کړی دی، ځکه ډېری بېرته ستنېدونکي افغان کډوالو،  په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان په سخت یخ، ستړيا کې رارسیږي او دوی  په داسې وخت کې  عاجلې مرستې ته اړتیا لرونکي وي

دغه اداره او د هغې شریکان بیړنۍ مرستې برابروي، چې پکې شامل دي، لنډمهاله هستوګنځای

د ژغورنې لومړنۍ توکي ، د خوندیتوب او رواني ملاتړ خدمتونه ، خو د ژمي د سختېدو او د بشري مرستو د کمښت له امله د اړتیا او موجودې مرستې ترمنځ واټن په چټکۍ پراخېږي.

UNHCR خبرداری ورکوي چې که دوامداره او پراخ ملاتړ ونه شي، د پاکستان او ایران څخه د ستنېدونکو افغانانو د بېرته ادغام بهیر د څپاندې ستونزې لامل ګرځي، او خلکو ته به د بیا کډوالۍ خطر رامنځته شي

په افغانستان کې سخت اقتصادي او ټولنیز وضعیت

په افغانستان کې له هر لس تنو، نهه تنه د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، اقتصادي بحران، بې‌روزګاري او کمزوري عامه خدمات د افغان کورنیو حالت نور هم خرابوي.

راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستان او ایران څخه ۲.۲ ميليون افغانان ستانه شوي، چې ډېری یې د ژوند د بیا جوړونې لپاره هيڅ امکانات نه لري، په راپور کې وایی چې وروستیو زلزلو دغه کړاونه  او ستونزې نورې هم سختې کړي دي

یو این ایچ سي آر  د ۳۵ ميليون ډالرو د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي

د حکومتونو د مالي ملاتړ د کمېدو له امله، یو این ایچ سي آر له نړیوالو شخصي بسپنه‌ورکوونکو غواړي چې لږ تر لږه ۳۵ ميليون ډالر د بېړنیو مرستو لپاره برابر کړي، څو بې‌وسه کورنۍ د ژمي له سختیو څخه خوندي پاتې شي

پاکستان دې پناه غوښتونکو افغان وګړو ته اجازه ورکړي: : یو این ایچ سي آر

یو این ایچ سي آر  ټینګار کوي چې لا هم په پاکستان کې ګڼ افغانان د لوړې کچې د خوندیتوب اړتیاوې لري ،  په ځانګړي ډول هغه کسان چې د  د تېر سیاسي یا امنیتي تړاو له امله ددوی ژوند ګواښونو سره مخ دي او په نښه کېږي، راپور کې وایی چې دا افغان وګړي حقوقي اسنادو، قانوني مشورې او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري

یو این ایچ سي آر د پاکستان له حکومت غواړي چې د ځانګړو خوندیتوب اړتیا لرونکي افغانان د غیرقانوني بهرنیانو  د بېرته ستنولو له پلان آیی ایف آر پی   څخه معاف کړي او اجازه ورکړي چې په امن سره په هېواد کې پاتې شي

راپور زیاتوي چې دغه کار به د پاکستان د میلمه‌پالنې تاریخي او اوږدمهاله دود لا پیاوړی کړي، کوم چې په تېرو څو لسیزو کې میلیونونه افغانان خوندي ساتلي دي

نورخبرونه: غیرقانوني مهاجرین: د نړۍ د هېوادونو لپاره جدي ننګونه، د پاکستان موقف تأیید شو

Related Articles

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو ستنېدنه روانه؛ چارواکي وایي نړیوالو قوانینو لاندې، له څلورو لسیزو وروسته منظم او پړاويز بهیر عملي کېږي

April 22, 2026

د وزیر اعظم شهباز شریف او د ایران سفیر رضا امیري مقدم ترمنځ لیدنه؛ د سیمه‌ییز امنیت او د سولې د ټینګښت لپاره پر ګډې تګلارې هوکړه وشوه

April 22, 2026

افغان طالبانو دعویٰ کړی چې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال یې ټي ټي پي ته خبرداری ورکړی او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې نیولي دي، خو پاکستان تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، ځکه پخوا هم د ورته ادعاوو د ناسم ثابتېدو مثالونه موجود دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *