پاراچنار: د کرم ضلعې د اهل تشیع او اهل سنت مشرانو د ګډ اتفاق له لارې د سولې تړون د اتو میاشتو لپاره نور هم غځولی دی. د ضلعي محکمې او جرګې مشرانو ویلي چې د تړون ټول پخواني اصول به په هماغه ډول عملي کېږي. په دغو شرطونو کې اوربند، د لارې خلاصې ساتل، ټولې شخړې د جرګې له لارې حل کول او په ټولنیزو رسنیو کې د کرکې خپرولو څخه ډډه کول شامل دي، دواړو خواوو یو ځل بیا د همدې نکاتو پر بشپړ عملي کېدو ټینګار کړی دی
کرم ضلع کې په تېرو کلونو کې د ځایی اولس ترمنځ د ځمکو او د تګ راتګ د لارو پر سر د شخړو له امله له سختو ستونزو سره مخ شوي دي ، ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ پورې تاوتریخوالی د سیمې پر اقتصادي او ټولنیز ژوند ژور اغېز کړی و، خو وروسته د امنیت د ښه کېدو او قبایلي جرګو د هڅو له امله حالات په تدریجي ډول ښه شول. سره له دې، ځینې مقامي اختلافونه لا هم د کړکېچ سبب کېدل

تېر کال یو ځل بیا د ځمکو او لارو پر سر ستونزې رامنځته شوې چې دې حالت د پراخې جرګې د جوړېدو اړتیا پیدا کړه. جرګې دواړه لوري د یو ګډ چوکاټ لاندې کېنول او د سولې د دوام لپاره یې اصول جوړ کړل چې اوس یې د غځولو پرېکړه شوې ده
د تړون له اعلان وروسته په پاراچنار، صده او لاندې کرم کې ورځنی ژوند عادي حالت ته راستنېږي. بازارونه بېرته رغېدلي، ښوونځي او روغتیایي مرکزونه په منظم ډول فعالیت کوي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې دا پرېکړه د ثبات لپاره مهم ګام دی او هیله لري چې د تړون پر دوامداره عملي کېدو سره به په سیمه کې دایمي سوله ټینګه شي
نورخبرونه: ضلع کرم کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو ترهګریز برید شوې