هنګو: د خیبر پښتونخوا کوهاټ په هنګو ضلع کې د پوليس پر چيک پوسټ وسله والو ترهګرو بريد کړې، سرچینې وایی چې د وسله والو ترهګرو او پوليسو تر منځ نښته رامنځته شوې چې په نتیجه کې درې تنه د پوليسو سرتېري شهيدان شوي دي.
د لومړنيو راپورونو له مخې، حوالدار وحيد شاه او سپاهي عبدالصمد د سخت ټپي کیدلو له امله د شهادت لوړ مقام ته رسېدلي دي
د پېښې وروسته د پوليسو زیات شمیر سرتیري یادې سيمې ته رسېدلې او د لټون عمليات يې پيل کړي دي. د رېسکيو ټيمونه هم په سيمه کې موجود دي او د مرستو چارې ی پیل کړلې
وزیراعلی د په هنګو کې د ترهګرو برید غندنه کړې
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهیل افریدي د هنګو پر پوليس چيک پوسټ د ترهګريز بريد غندنه کړې ده ، د خيبر پښتونخوا وزيراعظم سهېل افريدي د هنګو په ضلع کې د پوليسو پر چيک پوسټ د ترهګرو بريد په سختو ټکو کې غندنه وکړه
وزیراعلی ،سهېل افريدي د پېښې له اورېدو وروسته د سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره د اضافي ځواکونو د استولو سمدستي امر کړی دی
وزيراعلي سهیل افریدي، دې ترهګریز برید په اړه ویلي دي چې د ترهګرو هېڅ مذهب نه وي،ټینګار ی وکړو چې داسې ډارن زموږ حوصلې نه شي کمزورې کولې، نوموړي ټينګار وکړ چې د شهيدانو وينه به هېڅکله ضايع نه شي او ترهګرو پر ضد به سخت اقدام وشي ترڅو دوی خپل انجام ته ورسي
نورخبرونه: زموږ ستونزه افغان ولس سره نه افغان طالب چارواکو سره ده: پاکستان