تازه خبرونه

هنګو کې ترهګرو درې پولیس اهلکار شهیدان کړي

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي د برید غندنه کړې، ویلي ی دي چې د ترهګرو هیڅ مذهب نه وي او ددوی پر ضد به سخت اقدام وشي
په خیبرپښتونخوا کې ترهګریز بریدونه زیات شوي

هنګو ضلع کې پر پولیسو برید وروسته ګڼ شمیر سرتیرې سیمې ته ولیږل شول او د ترهګرو د پلټنو عملیات ی پیل کړل

هنګو: د خیبر پښتونخوا کوهاټ په هنګو ضلع کې  د پوليس پر چيک پوسټ  وسله والو ترهګرو بريد کړې،  سرچینې وایی چې د وسله والو ترهګرو او پوليسو تر منځ نښته رامنځته شوې چې په نتیجه کې درې تنه د پوليسو سرتېري شهيدان شوي دي.

د لومړنيو راپورونو له مخې، حوالدار وحيد شاه او سپاهي عبدالصمد د سخت ټپي کیدلو  له امله د شهادت لوړ مقام ته رسېدلي دي

د پېښې وروسته د پوليسو زیات شمیر سرتیري یادې  سيمې ته رسېدلې او د لټون  عمليات يې پيل کړي دي. د رېسکيو ټيمونه هم په سيمه کې موجود دي او د مرستو چارې ی پیل کړلې

 وزیراعلی د په هنګو کې د ترهګرو برید غندنه کړې

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهیل افریدي د هنګو پر پوليس چيک پوسټ د ترهګريز بريد غندنه کړې ده ، د خيبر پښتونخوا وزيراعظم سهېل افريدي د هنګو په ضلع کې د پوليسو  پر چيک پوسټ د ترهګرو بريد په سختو ټکو کې غندنه وکړه

 وزیراعلی ،سهېل افريدي د پېښې له اورېدو وروسته د سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره د اضافي ځواکونو د استولو سمدستي امر کړی دی

وزيراعلي سهیل افریدي، دې ترهګریز برید په اړه ویلي دي چې د ترهګرو  هېڅ مذهب نه وي،ټینګار ی وکړو چې داسې ډارن زموږ حوصلې نه شي  کمزورې کولې،  نوموړي ټينګار وکړ چې د شهيدانو وينه به هېڅکله ضايع نه شي او ترهګرو پر ضد به سخت اقدام وشي ترڅو دوی خپل انجام ته ورسي

نورخبرونه: زموږ ستونزه افغان ولس سره نه افغان طالب چارواکو سره ده: پاکستان

Related Articles

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د اوربند د مودې د غځېدو هرکلی کړی او د پاکستان د منځګړيتوب د رول بشپړ ملاتړ یې اعلان کړی دی

April 22, 2026

پاکستان د مسجد الاقصی کې د اسرایلي مېشتو کسانو برید او د بیرغ پورته کولو سخت غندنه کړې او له نړیوالې ټولنې یې د نړیوالو قوانینو د سرغړونې له امله د سمدستي مداخلې غوښتنه کړې ده

April 22, 2026

د افغانستان د ځینو سیاسي څېرو لکه عبدالمنان شېوه شرق او مجیب‌الرحمن رحیمي له لوري تاریخي دریځ څرګند شوی، چې پکې یې د پاکستان موجوده سرحدونه منلي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *