تازه خبرونه

امریکا د القاعده د مشر اسامه محمود په سر ۱۰ میلیونه ډالرو انعام اعلان کړی

اسامه محمود باندی په برصغیر او نړۍ نورو برخو کې د ترهګریزو فعالیتونو تورونه دی
د امریکا امنیتي چارواکو ترمخه دوی د ترهګرو پر ضد دا انعام ځکه ورکوي چې ترهګري له منځه ویسي

اسامه محمود په مختلفو نومونو عطا الله، ابوزر او زرولی په نومونو یاد دی او ګمان کیږی چې په افغانستان کی میشت دی

د امريکا د عدليې وزارت اعلان کړی چې د القاعده د هند برصغیر د څانګې د مشر اسامه محمود د نيولو يا د هغه د ځای‌پرځای کېدو د معلوماتو په بدل کې به تر ۱۰ ميليونه ډالرو انعام ورکوي. اسامه محمود چې د عطاالله، زر ولي او ابو زر په نومونو هم پېژندل کېږي، اصلًا د پاکستان دی او باور کېږي چې دا مهال په افغانستان کې فعال دی

اسامه محمود هغه وخت د القاعده په لیکو کې مطرح شو، چې د دې شبکې پخواني مشر عاصم عمر هغه د ډلې وياند او وروسته د هند د نيمې وچې څانګې مشر وټاکه. نوموړی وړاندې هم د القاعده د رسنیز څانګې “السحاب” له لوري پر نشر شويو موادو کې ښکاره شوی و

د القاعده د هند نيمه وچه څانګه د افغانستان، بنګله‌دېش، برما، هند او پاکستان تر منځ د جهادي شبکو د همغږۍ مسوولیت لري. دې ډلې د ګڼو بریدونو پړه منلې

په ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ ۲۶ نېټه په ډهاکه کې د کتاب نندارتون پر مهال پر امريکايي ليکوال روي او د هغه پر مېرمن رافيده بونیا احمد چاقو برید. روي وژل شوی و او رافیده سخته ټپي شوې وه

په ۲۰۱6 کال د اپرېل ۲۶ نېټه د یوایس ایډ کارکوونکي ظلحق منان او د هغه د ملګري وژل کېدل، چې د بنګله‌دېش په پلازمېنه کې ترسره شوي وو

امريکا په ۲۰۱۶ کال کې د القاعده د هند نيمه وچه څانګه د بهرنیو ترهګریزو ډلو په لېست کې شامله کړه. اسامه محمود بیا د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۳۰ نېټه د نړیوالو ځانګړو ترهګرو په نوم لېست کې شامل شو

له دې اقدام وروسته، د محمود ټولې شتمنۍ چې د امریکا په قضايي واک کې دي کنګل شوې او د امریکا اتباعو ته ورسره هر ډول مالي یا مادي تعامل منع دی. همداراز د نوموړي يا د هغه د شبکې ملاتړ کول د امریکا په قانون کې د سزا وړ عمل دی

امریکايي چارواکي له خلکو غواړي چې که د اسامه محمود د فعالیتونو یا ځای په اړه کوم معلومات ولري، نو د عدليې وزارت د انعامي پروګرام له لارې یې ورسره شریک کړي څو د ترهګرۍ پر ضد ګډو نړیوالو هڅو لپاره مرسته وشي

نورخبرونه: د پاکستان بریا په نړیوال کچ اومنل شوه : امریکا تاید کړې چې پاکستان هند ته ماتې ورکړې

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *