تازه خبرونه

 په خېبرپښتونخوا کې د نشه ی توکو پر ضد عملیات :  ۳۵ کيلوګرامه مخادره مواد نیول شوي

چارواکي وایی د نشه ی توګو پر ضد په پنځه بیله بیلو عملیاتو کې ی شپږ تنه نیولي دي او له دوی څخه پلټنې دوام لري ترڅو ددوی نور نیټورک ونیول شي
د اې این ایف افسران نیول شوي نشه ی توکو سره ولاړ ولاړ دي، څلور موټری هم د عملیاتو پر مهال نیولي دي

د چارواکو ترمخه د نشه ی توکو په ناوړه کاروبار کې ککړو کسانو پر ضد به قانوني کاروایی دوام وکړي او دوی له به سخته سزا ورکړي

خېبرپښتونخوا : د خېبرپښتونخوا د اېکسایز او ټېکسېشن ادارې د چهارشنبې په ورځ د نشه يي موادو پر ضد خپل عملیات نور هم چټک کړي او په یوه ورځ کې یې پنځه لوی عملیات ترسره کړي دي. د چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې له ۳۵ کيلوګرامه څخه زیات نشه يي مواد نیول شوي دي. دغه همغږي شوي عملیات د نشه يي توکو پلورونکو او قاچاق وړونکو پر وړاندې د صوبایي حکومت د صفر زغم تګلارې یوه برخه ده

د اېکسایز استخباراتو د څانګې د معلوماتو له مخې، چې مشري یې د صوبې انچارج سعود خان ګنډاپور کوله، د ورځې په اوږدو کې ترسره شوي عملیاتو کې آیس ، هیروئین او چرسو د رسولو او وېش له شبکو سره تړلي کسان هدف وګرځول. ټول شپږ تنه نیول شوي مشکوک کسان په موقع نیول شوي او پر ضد یې مقدمې ثبت شوې دي.

د عملیاتو جزئیات

لومړی عملیات: ۶،۰۰۰ ګرامه هیروئین او ۳،۰۰۰ ګرامه اېس (آیس) ونیول شول

دوهم عملیات: ۱۹،۲۰۰ ګرامه چرس او ۵۰۰ ګرامه اېس ضبط شول

درېیم عملیات: ۴،۸۰۰ ګرامه چرس ترلاسه شول

څلورم عملیات: ۵۰۰ ګرامه اېس ونیول شول

پنځم عملیات: د هزاره سیمه کې د یو تعلیمي ادارې زده کوونکو ته اېس رسوونکو دوو تنو نیول کېدو، ۱،۰۰۰ ګرامه اېس ورڅخه ترلاسه شول

د اېکسایز ادارې په وینا، د ټولو عملیاتو په ګډه نیول شوي توکي دا دي:

۵،۰۰۰ ګرامه اېس،  ۶،۰۰۰ ګرامه هیروئین ،  ۲۴،۰۰۰ ګرامه چرس ، د اړوند ادارې راپور ترمخه  په ټولیز ډول ۳۵ کيلوګرامه نشه يي مواد په یوه ورځ کې ضبط شول

چارواکي وایي چې دغه عملیات به لا پسې دوام پیدا کړي او د ساحوي استخباراتو او عملیاتو بهیر به نور هم پیاوړی شي، تر څو د نشه يي موادو د قاچاق سلسلې په بشپړ ډول له منځه ولاړې شي او خلکو ته، په ځانګړي ډول زده کوونکو ته، به له نشه ی توکو څخه پاک چاپیرچل په لاس راشي

نورخبرونه:  نوښار کې  په پولیسو برید کې ککړ  وسله وال له منځه وړل شوې

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *