تازه خبرونه

 په سیمه کی د کړکیچ باوجود کابل، انقره او اسلام آباد کې په  یو وخت سفارتي هڅې دوام لري

د افغانستان او پاکستان ترمنځه د امن و امان او د افغان لوري د ترهګرۍ په ضد اقدام نه کولو په اړه اړیکی ترینګلي دي
پاکستان له افغان لوري بریدونو وروسته په ۱۲ م اکتوبر افغانستان سره خپل ټول سرحدونه د سوداګرۍ پر مخ تړلي

د پاکستان لوري دا ښکاره دریځ دې چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد و نه کارول شي خو افغان طالب چارواکي دا نه مني

کابل/ترکی :  د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د هند وروستي سفر وروسته د تجارتي هیئت په مشرۍ ترکی ته سفر کړی دی. هغه د ترکی لوړپوړو چارواکو او سوداګریزو مشرانو سره د لېدنو کتنو له لارې د دوه اړخیزو اړیکو، سیمیزې امنیتي وضعیت او د افغانستان اړوند مسایلو په اړه خبرې کړي دي

عزیزي دا سفر په داسې مهال کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي کړکیچ تجارتي خنډونو او امنیتي اندېښنو له امله اړیکې ترینګلې دي. هغه د هند په پنځه ورځني سفر کې په نوي ډیلي کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ، هوایي او ځمکنۍ لارې، او د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې کړې وې

د راپورونو له مخې د  ترکی حکومت  به ډیر زر  پاکستان ته د لوړپوړي هیئت سفر پلان کړی چې په کې به د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییز امنیت او د افغانستان په اړه ځانګړې خبرې وشي. انقره غواړي چې د اسلام آباد او کابل ترمنځ باوری فضا بیا رامنځته شي او په سرحدي سیمو کې روان اوږدمهاله کړکیچ ته د یوې  دوامداره حل لار  وموندل شي.

همدارنګه، د اکتوبر په ۲۸ د ایران په  داخله غونډه کې د پاکستان د وفاقي وزیر داخله محسن نقوي او د طالبانو قائم مقام د داخله وزیر ابراهیم صدر ترمنځ د خوښۍ ډکې لیدنې ترسره شوې. استنبول کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پټې خبرې هم روانې وې، چې ښيي سفارتی چینلونه لاهم فعال دي

سیمه ییز پوهان وایي چې د عزیزی د هند او ترکی پرله پسې سفرونه د افغانستان د نوې ستراتیژۍ څرګندونه کوي، چې موخه یې د اقتصادي اړیکو پراخول او نړیوالی ستونزی کمول دي. په ورته وخت کې، پاکستان هم د سیمې د توازن د ساتلو لپاره د ترکی په ګډون د مهمو شریکانو سره په نږدې مشورتي خبرو بوخت دی

پوهان زیاتوي چې د اسلام آباد، کابل او انقره ترمنځ اوسني تماسونه ښيي چې د سیمې د ترینګلتیا کمولو، د سوداګرۍ د جریان ښه کولو او د سرحدي امنیت د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي، خو وروستۍ پرمختګونه به په دې پورې تړلي وي چې افغانستان خپله خاوره د پاکستان پر ضد د وسله والو ګروپونو د فعالیت لپاره څومره محدودوي

نورخبرونه: زموږ ستونزه افغان ولس سره نه افغان طالب چارواکو سره ده: پاکستان

Related Articles

سرچینې: ځوانان په زور جبهاتو ته لېږل کېږي، شمال کې جبري جلب‌وجذب روان دی

March 4, 2026

په اوسنیو نړیوالو کړکېچونو کې، د امریکا تقاعد شوی کرنل ډوګلاس مک ګریګور ادعا کړې چې امریکایي بحري ځواک د ایران د کړکېچ له امله د خپلو دودیزو پوځي بنسټونو پر ځای د هند بندرونه د لنگر او لوژستیکي ملاتړ لپاره کاروي

March 4, 2026

سلمان نادوي د پاکستان ضد څرګندونو له امله نیول شوی، چې د نظریاتي تعصب او د پاکستان د خپلواکۍ د کمزوري کولو هڅې څرګندوي

March 4, 2026

پاکستان د طالبانو د بریاوو دعوې رد کړې، خپل سرحدي امنیت ټینګ ساتي او په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه هدف ګرځوي

March 4, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *