تازه خبرونه

نړیوالو هیوادونو د افغانستان په اړه اندیښنې څرګندې کړي

په تاشقند کې تابیا شوې غونډه کې ګډون والو په افغانستان کې فعالې ترهګرې ډلو په اړه د سختو اندیښنو څرګندونه کړې ده
د پاکستان لوري ملګري ملتونو کې بیا بیا په افغانستان کې فعالې ترهګرو ډلو په اړه روښانه دریځ وړاندې کړې شوې

په دې غونډه کې ترهګرۍ ته هڅولو، ترهګري خپرولو او د سایبري امنیتي ګواښونو په اړه خبرې اترې شوي دي

اسلام اباد: د نړۍ بیله بیلو هیوادونو په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو په اړه د سختو اندیښنو څرګندونه کړې ده او ویلي ی دي چې دا ترهګرې ډلې د منځنۍ آسیا او سیمه ایزو هیوادونو د امنیت لپاره لوی ګواښ دې

 د افغان جریدې افغانستان انټرنیشنل د راپور له مخې، په افغانستان کې فعالو ترهګرو شبکو په اړه نړیوالو سازمانونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده، په دې وروستیو کې په تاشقند د یوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې فعالو ترهګرو په اړه خبرې وشوې او په دې ژوره اندیښنه څرګندنه شوه چې دا ډلې د سیمې د امنیت لپاره یو لوی ګواښ دې

د افغانستان انټرنیشنل راپور ترمخه  د ایس سي او ریجنل انټي ټررېسټ سټراکچر   ۱۱مه غونډه د نومبر په ۲۰ او ۲۱ نېټه په تاشقند کې وشوه. په غونډه کې د ملګرو ملتونو، د امنیت او همکارۍ لپاره د اروپا سازمان    انټرپول او ګڼو نورو نړیوالو ادارو استازو ګډون کړې وو

د کانفرنس پر مهال د ترهګرو د شبکو د جذب هڅو مخنیوي، د عام وګړو  د ترهګرې او سخت دریځې  پر لور رابللو  او د سایبري امنیتي ګواښونو د مقابلې اړوند بحثونه وشول او دې ستونزې د هوارولو لپاره د یوې پریکنده لار خپلولو باندې هوکړه وشوه

د انټي ټررېسټ سټراکچر د مشر اولاربیک له بریفینګ سره سم، د ایس سي او عضوي هېوادونه باور لري چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې ورځ تر بلې فعالې کېږي، او د نړیوالو ترهګرو شبکو فعالیتونه په افغانستان او سوریه دواړو کې زیات شوي دي

د اولاربیک په وینا، دغه ډلې د حملو لپاره پلانونه جوړوي،  په منځني اسیا کې د “سلېپر سیلونو” د جوړولو هڅې کوي ،  د مالي فنډونو د راټولولو دایره پراخوي او ترهګریز پلانونو جوړولو او بریدونو کولو لپاره د دریمو هېوادونو جعلي اسناد کاروي

راپور زیاتوي چې د کانفرانس برخه‌والو نړیوالو ادارو هم په افغانستان کې د ترهګرو شبکو د پراخېدونکي خطر په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ګډو نړیوالو امنیتي اقداماتو اړتیا یې یاده کړې ده

دلته دا هم باید یادونه وشی چې پاکستان حکومت لوري په ملګرو ملتونو کې او په بیله بیلو نړیوالو فورمونو باندې په پاکستان کې د ناقانونه ګرځول شوو ډلې د ګوښونو په اړه روښاه دریځ وړاندې کړې دې او ددې دریځ ی بیا بیا تکرار کړې دې

امریکا ، اروپایی او د نړۍ یو شمیر هیوادونو د پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په اړه ددې دریځ تاید کوي او د نړۍ لپاره دا ترهګرې ډلې یو لوی ګواښ بلي

نورخبرونه:  افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي: د پاکستان دفتر خارجه

اقوام متحدہ کې د ډنمارک اندېښنه: د افغانستان له خاورې د ټي تي پي زیاتېدونکي ګواښونه د سیمې ثبات ته خطر جوړوي

Related Articles

پاکستان په کندهار کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل، چې موخه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه، د ډرون تاسیسات او د GDI مرکزي دفتر وو، تر څو د وسله‌والو ګواښونه له منځه یوسي

March 15, 2026

د کلی سناک په سیمه کې د یوه کومیказ ډرون د غورځېدو له امله درې ماشومان ټپیان شول. چارواکي څېړنې کوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خبردار پاتې شي

March 15, 2026

د شنونکو په وینا، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان خاوره د مختلفو وسله‌والو شبکو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول شوې، چې له امله یې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې ده

March 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *