تازه خبرونه

پاکستان او افغانستان شخړه:د ترکي پلاوې راتلونکې اونۍ اسلام آباد ته راځي

د پاکستان امنیتي چارواکو ترمخه د افغان طالبانو لوري د ضد سیاست له امله نن په ۴۴مه ورځ هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت لپاره دروازې تړلي دي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ دروازو تجارت لپاره تړلو وروسته په سرحد اوسیدونکي سختو مالي ستونزو سره مخ دي

پاکستاني چارواکو ترمخه د استنبول مذاکرت د افغان پلاوي لوري ژمنو نه کولو له امله د ناکامۍ ښکار شوي دي

اسلام‌اباد :  پاکستانۍ رسنۍ وایی  د ترکیې لوړپوړې چارواکو پلاوی به د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي. د ترکیې سفیر ډاکټر عرفان نذیراوغلو ویلي چې دواړه خواوې د ترکیې د منځګړیتوب مثبت رول ته ارزښت ورکوي

دا سفر د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له باکو څخه د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د لیدو وروسته اعلان شوی. هغه ویلي چې استانبول کې د دواړو اړخه وروستۍ خبرې بې‌پایلې پاتې شوې، او انقره غواړي منځګړیتوب ته دوام ورکړي

د خبرو اترو لړۍ

مارچ ۲۳، ۲۰۲۵: د پاکستان پلاوی کابل ته د خبر لپاره سفر وکړ

می ۶، ۲۰۲۵: د لوړپوړو چارواکو ترمنځ ټیلیفوني تماسونه وشول او د اړیکو د پیاوړتیا هوکړه وشوه

اکتوبر ۱۹، ۲۰۲۵: په دوحه کې د اوربند هوکړه وشوه

اکتوبر ۲۵، ۲۰۲۵: د ترکیې او قطر په منځګړیتوب استانبول کې بل پړاو خبرې وشوې

اکتوبر ۳۰، ۲۰۲۵: ګډه اعلامیه خپره شوه

نومبر ۶، ۲۰۲۵: بل لوړپوړی ملاقات پلان شوی دی

سیمه‌ییزه او اقتصادي اغېزی

پاکستان د طالبانو پر هغو تورونو ټینګار کوي چې وایي د ټي‌ټي‌پي او بی‌اېل‌اې سختدریځو ملاتړ کوي، له همدې امله د تورخم او سپین بولدک په ګډون په پوله ټولی لارې د اکتوبر له ۱۲مې نیټې څخه تړل شوي دي او نن په ۴۴ مه ورځ هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونو د تجارت پر مخ تړلي دي

 سوداګر وايي چې بندیزونو تر اوسه له ۱۰۰ میلیونو ډالرو ډېر اقتصادي زیان اړولی او زرګونه کارکونکی بیرو ګاره شوي دي، خو طالبان دا تورونه ردوي

همدارنګه ایران، روسیه او نورې سیمه‌ییزې خواوې هم د منځګړیتوب وړاندیز کړی او تهران پلان لري راتلونکې میاشت د  دسمبر په اخر کی  د سیمې غونډه جوړه کړي

کابل په بدلو لارو  په لټه کی دی چی د روسیه، مرکزي اسیا او هند ته د تازه مېوو د صادراتو هڅې کوي. پاکستان بیا وايي چې د افغانستان سره اړیکې یې د خپلواکو ملي ظرفیتونو او اړتیاوو پر بنسټ دي

د پولی دواړه اړخه ته سوداګر غوښتنه کوي چی په حکومتي کچه مذاکرات کامیاب شی او د دواړو هېوادونو ترمنځه تجارتی لارې دې پرانستل شی ، دواړو لوري اولس وایی دوی له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او سرحدونه د سوداګریز فعالیتونو پر مخ پرانستل شي

نورخبرونه

افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

پاکستان د افغان طالبانو  برید ته سخت ځواب ورکړې

په ترکي کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ خبرې دریدلې

پاکستان او افغانستان  په اوربند هوکړه: قطر حکومت مهم بیان خپور کړې

Related Articles

د بلوچستان په ځاران ضلع کې ترهګرو پر پولیس تاڼه برید کړې او په زندان کې بند قیدیان هم خلاص کړي دي

January 16, 2026

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې اسحاق ډار د او آیی سي په غونډه کې د اسرایل لوري صومالیلنډ په رسمي ډول پیژنده رد کړې او دا ی د سیمه ایز ثبات لپاره لوی ګواښ بللې

January 16, 2026

د پاکستان دفتر خارجه ویاند ویلي دي چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان قربانۍ په نړیواله کچه منل شوي دي

January 15, 2026

پاک افغان پوله تورخم سره څیرمه د لنډي کوتل په سیمه کې د غیرقانوني افغان مهاجرینو پر ضد پولیسو اقدام کړې او یو شیمر ی نیولې هم دي

January 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *