تازه خبرونه

پاکستان افغانستان کې د رژیم بدلولو خبرونه په کلکه رد کړي دي

سفارتي سرچینوویلي دي چې نن سبا د پاکستان او افغانستان په اړه روانې منفي خبرونه یوازې پروپیګنډې دې او پاکستان یوازې غوښتنه ده چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي
پاکستان له افغانستان سره تل د یو صادق ګاونډي په توګه کار کړې دې

پاکستان هیڅ کوم د افغان حکومت اپوزیشن ملاتړ نه کوي او نه غواړي د افغان حکومت په داخل کې لاسوهنه وکړي

اسلام‌اباد :  د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستۍ ډيپلوماتيکو اړیکو  ترینګلتیا او بې‌اعتمادۍ  په فضا کې په افغانستان کې داسې تاثر راخپور شوې  چې ګواکې پاکستان له افغان اپوزېسیون سره اړیکې جوړوي او په سیمه کې د نوو “پراکسيز” په لټه کې دی. ګڼ نړیوال تبصرې او راپورونه هم د دې دریځ ملاتړ کوي او بحثونه یې پارولي دي
په داسې وخت کې  د پاکستان ډيپلوماتیکو سرچینو دا ټول راپورونه بشپړ توګه  بې‌بنیاده او له واقعي وضعیت سره په ټکر کې ګڼلي دي.سرچینې وایي چې پاکستان نه غواړي افغانستان بې‌ثباته کړي او نه د کوم حکومت بدلون ته لیوالتیا لري. د اسلام‌اباد په وینا، پاکستان تل دا دریځ تکرار کړی چې یو باثباته، سوله‌ییز او خپلواک افغانستان د ټولې سیمې په ګټه کې دې

د ډيپلوماتیکو سرچینو په خبره، که څه هم د روان بې‌باورۍ فضا ډېری افغانان دې وضاحت ته نه قانع کوي، خو حقیقت دا دی چې پاکستان تل د افغانستان صادق ګاونډی پاتې شوی دی

 د اسلام‌اباد یوازینی او اصولي خواهش دا دی چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارول شي ، د پاکستان  دا غوښتنه د نړیوال قانون، د ګاونډیتوب د اصولو او د سیمې د سولې له اړتیاوو سره په بشپړه توګه برابره او سمه ده او نړۍ هم دا منلې ده

سرچینې زیاتوي چې پاکستان نه غواړي د افغانستان د کورنیو چارو برخه شي او نه د کوم تابع یا ګوډاګي حکومت غوښتونکی دی. د اسلام‌اباد تمه یوازې همدا ده چې په افغانستان کې داسې نظام وي چې د ښه ګاونډیتوب اصول مراعات کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور، احترام او همکارۍ فرهنګ ته لاره هواره کړي

پاکستاني چارواکي وایي چې له موجوده  د کابل ادارې څخه اوس هم تمه شته چې اړیکې د مخالفت او تاوتریخوالي پر ځای د خبرو او متقابل تفاهم له لارې پرمخ یووړل شي. همدې دلیل ته په کتو اسلام‌اباد هغه تورونه په کلکه ردوي چې ګواکې پاکستان د افغان اپوزېسیون ملاتړ کوي یا نوي وسله‌وال تحریکونه راټوکېدو ته هڅوي. د چارواکو په باور دا ډول راپورونه حقیقت نه لري او په لویه کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ د غلط فهمۍ د زیاتولو لپاره خپرېږي

پاکستاني چارواکي یادونه کوي چې اسلام‌اباد په تېرو څلورو لسیزو کې د افغان ولس لپاره خپل سرحدونه پرانیستي ساتلي، میلیونونه کډوال یې کوربه کړي، تجارت او ټرانزیټ لارې یې خوندي کړي او هر ډول مرستې یې اړینو وختونو کې نه دي درولي. ورته تاریخي اړیکې پاکستان ته دا هیله ورکوي چې اوسنی افغان حکومت دې د باور د بیا رغولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

پاکستان ټینګار کوي چې د افغانستان سولې ته ژمن دی، ځکه چې د افغانستان ثبات مستقیماً د پاکستان د سولې او امنیت سره تړلی دی. د اسلام‌آباد په وینا، د سیمه‌یز بې‌ثباتۍ پرځای دایمي سولې، اقتصادي مشارکت او ګډو ګټو تعقیب یوازې ګټوره  لاره ده

په پای کې د پاکستان ډيپلوماتیکو سرچینو یو ځل بیا وویل چې د پاکستان او افغانستان او پاکستان په اړه ټولې ګرځېدونکې کیسې او پروپاګنډ بې‌اساسه دي،
او زیاته یې کړه چې دواړو هېوادونو ته پکار دي د شک او سازش پر ځای د حقیقت او زمکني واقعیتونو پر بنسټ پرېکړې وکړي، څو د سیمې د سولې او ثبات لپاره نوې لارې پیدا کړې شي

نورخبرونه
افغان دولت دې د کالعدم ترهه ګرو خلاف کارروائي وکړي يا دې پاکستان ته وسپاري،خارجه وزير اسحاق ډار

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *