تازه خبرونه

خیبرپښتونخوا کې ترهګرو پر ضد عملیات ۱۳ ترهګر له منځه وړل شوي

په وژل شوو ترهګرو کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې یو مهم کمانډر رسول غني هم شامل دې
خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پیښو ځایی اولس اندیښمن کړې

د پاکستان امنیتي چارواکو ترمخه دوی ژمن دي چې په هیواد کې به د عزم استحکام مبارزې لاندې د فتنه الهندوستان خوارجو پر ضد اقدام ته دوام ورکړي ترڅو د ترهګرۍ دا جرړې له منځه یوسي

پیښور: خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو عملیات؛ د هندي ملاتړ لرونکي فتنه‌الخوارج ۱۳ ترهګر له منځه وړل شوي دي، په بیله بیلو سیمو کې وس هم اپریشن دوام لري

د پاکستان ویاندې ادارې آیی ایس پي آر ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې د هندي پراکسي فتنه‌الخوارج ۱۳ ترهګر له منځه وړل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې آئی ایس پی آر راپور له مخې، امنیتي ځواکونو د نومبر په ۲۰ او ۲۱مه نېټه په خیبر پښتونخوا کې دوه جلا عملیات ترسره کړل چې په پایله کې ی مهم کمانډران هم له منځه وړل شوي دي

د آئی ایس پی آر د معلوماتو له مخې، لومړۍ ځانګړې عملیات د لکي مروت د پېر خېل په سیمه کې د دقیقې استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره شول، چې په کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د قانون پلي کوونکو ادارو سرتېرو هم ګډون درلود.

په عملیاتو کې هغه مهال سخته نښته رامنځته شوه چې د هندي پراکسي فتنه‌الخوارج وسله‌وال په هدف شوي ځای کې موجود وو. د شدیدو ډزو په تبادله کې د ډلې ۱۰ وسله‌وال ووژل شول او د دوی مرکز په مؤثر ډول له منځه یووړل شو

د آئی ایس پی آر په وینا، امنیتي ځواکونو دویم عملیات د ډېره اسماعیل خان په سیمه کې ترسره کړل چې په کې د وسله‌والو او ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۳ نور خوارج ووژل شول

د وژل شویو ترهګرو څخه وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي. راپور زیاتوي چې دغه وسله‌وال د امنیتي ځواکونو او بې‌ګناه ملکي وګړو د هدفي وژنو په عامو پېښو کې لاس درلود.

آئی ایس پی آر ټینګار کوي چې د عزمِ استحکام تر چتر لاندې د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه به ځنډ او امتیاز نه لري او د هېواد څخه د بهرني ملاتړ لرونکې ترهګرۍ ناسور به په بشپړ ډول له منځه یووړل شي.

بنو کې د ټي ټي پي مهم کمانډر هم اووژل شو

بنو کې  د سیمې یو ډېر مطلوب او د امنیتي ځواکونو لپاره د اوږدې مودې راهیسې سرخوږي ګرځېدونکی د تحریک طالبان پاکستان لوړ پوړي کمانډر رسول غنی چې د کمانډر آریانا پائندہ خیل په نوم هم پېژندل کېده، نن سهار شاوخوا ۱۲ بجې د پائندہ خیل کلي ډومیل  کې د یو هدفمند چاپې او لټون عملیاتو پر مهال له خپلو څلورو نږدو ملګرو سره یو ځای له منځه یووړل شو.

د امنیتي سرچینو په وینا، د عملیاتو مهال د امنیتي ځواکونو او ځایی د امن ملیشې  د کمانډر رسول غنی پر پټنځي دقیق استخباراتي معلومات تر لاسه کړل او هغه د یوې ودانۍ دننه په بشپړه توګه محاصره کړای شو.

ټي ټي پي کمانډر رسول غني

د محاصرې پر مهال کمانډر او د هغه وسله‌والو سخت مزاحمت وکړو خو دا لوړې کچې هدف   په مؤثره توګه د خپلو څلورو نورو وسله‌والو ملګرو سره یو ځای ووژل شو. یوه سرچینه زیاتوي چې رسول غنی هماغه کس و چې څو وخت مخکې یې د بنوں کینټ له سیمې د غواګانو غلا کولو پېښه کې هم ککړو وو چې له هغې وروسته د امنیتي ادارو په لومړیتوب لېست کې شامل شوی و

نورخبرونه

خیبر پښتونخوا کې ترهګري: د ترهګرۍ پیښو مهم رپورټ جاري شوې

د پاکستان او افغانستان امن خبرو ملاتړي یو: وزیراعلی سهیل افریدي

Related Articles

پاکستان د طالبانو د بریاوو دعوې رد کړې، خپل سرحدي امنیت ټینګ ساتي او په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه هدف ګرځوي

March 4, 2026

یوناما د طالبانو ادعاوې تکرارولو او د وسله والو پټنځایونو او د پاکستان د ترهګرۍ اندېښنو له پامه غورځولو له امله نیوکې سره مخ ده

March 4, 2026

د مودي او نتنياهو ټیلیفوني تماس نیوکې راپارولې، د هند د ډیپلوماتیک موقف په اړه پوښتنې راپورته شوې

March 4, 2026

ذرائع وايي، دواړو مشرانو د پاکستان–ترکی ستراتیژیکې اړیکې، اقتصادي همکاري او دفاعي اړیکې وڅېړلې او په سیمه کې د سولې لپاره د نږدې مشورو دوام یې ومنه

March 4, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *