تازه خبرونه

پاکستان او افغانستان پولي  د تړل کیدو پر ضد لویه جرګه، سوداګرو او او عامو خلقو اندیښنی څرګندی کړی

افغانستان پاکستان پوله د تیرو ۴۰ څلویښتو ورځو راهسی د تجارت پر مخ بنده ده
پاکستان او افغانستان دواړه اړخونو ته په اربونو روپو تاوان رسی

د پاکستان او افغانستان سوداګر وايي تجارت ی اغیزمن شوی او په سلګونو ځوانان هم بي روزګاره شوی

پیښور: د پيښور ښار په حیات اباد باغ ناران کې د پاک-افغان سرحدي دروازو د تړل کیدو پر ضد یوه لویه جرګه جوړه شوه چې په کې د چیمبر آف کامرس استازي، د چمن، خرلاچي، غلام خان او تورخم د ګمرک کلیئرنګ ایجنټانو هم ګډون اوکړو .

په دی غونډه کی  د بیلابیلو سیمو د بلدياتي حکومتونو  استازی هم شامل وو.

 ګډونوالو د سرحد د تړل کیدو له امله د تجارت، روزګار او سیمه ایز اقتصاد باندې د  منفي اغیزو په اړه  ژوره اندیښنه څرګنده کړه او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې دا  سرحدونه دی  ژر تر ژره پرانستل شي څو د تجارت بهیر بیرته پیل شي او خلکو ته ورپیښې مالي ستونزو په کمولو کې مرسته وشي.

د جرګې او دې مهمې غونډې ګډون والو ته د آل کسټم کلیئرنګ ایجنټانو مشر معراج  الدین شینواري وویل چې د سرحد اوږدمهاله تړل کیدو له امله د سوداګرو او ځایي خلک سختو مالي ستونزو سره مخ دي، هغه وویل چې د سرحد د تړل کیدو زیانونه دومره شدید دي چې په الفاظو کې یې بیان کول ګران دي. شینواري په ځانګړي ډول د  دفاع وزیر خواجه آصف پر کړنو هم نیوکه وکړه دوی اوئيل چې خواجه آصف به د غریبو خلکو د زیان احساس ولري؟ د جرګې ګډون والو په دفاع وزیر کلکې نیوکې وکړې او وی ویل چې هغه باید د قبایلي سیمو خلکو د روزګار فکر وکړي او داسې غیرذمه وار بیانونه  و نه کړي چې د چا زړونه آزار شي

هغه زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا ۹۰٪  کارخانې  د افغانستان سره په تجارت تکیه لري، او د سرحد تړل کیدو له امله صنعتونه، سوداګر او مزدوران ډیر بد اغیزمن شوي دي

معراج الدین  شینواري وویل چې د سرحدونو پرله پسې تړل کیدو له امله خلک په سختو ستونزو کې دي او وخت راغلی چې ټول په ګډه د دې پالیسۍ پر ضد غږ پورته کړي.

هغه وویل چې کله هم بهرني ځواکونه پر افغانستان برید کوي، پاکستان تر ټولو مخکې هلته ولاړ وي، خو کله چې هلته امن ټینګ شي، زموږ په هیواد کې د سرحدونو د تړلو پالیسۍ عملي کیږي، چې زیان یې یوازې  غریبو خلکو ته  رسیږي

هغه د دواړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې یوه ګډه لویه جرګه جوړه شي څو د سرحد تړل کیدو ستونزه په مستقل ډول حل شي

 د شخړې اصلي لامل څه دې؟

دا په داسی حال کی چی په وروستو کی د افغانستان مرستیال وزیر اعظم عبدالغنی برادر افغان سوداګرو ته امر کړی چی د پاکستان سره خپله سوداګری په دری میاشتو کی ختمه کړی او په افغانستان کی د پاکستانی شیانو په خصوصي توګه درملو او خوراکي توکو په ضد افغان طالبانو کمپاین پیل کړی او د پاکستان له خوا په تلونکی شیانو سخت بندیزونه دی.بل اړخ ته پاکستان هم  په ځواب کی د افغانستان د شیانو په ضد ګامونه اخلی . اقتصاد پوهان وایی پاکستان او افغانستان  دوه ګاونډی هېوادونه دی او تل به د یو بل سره نږدی وی خو باید چی خپلی ستونزی د خبرو اترو د لاری هواری کړی پاکستان وایی په هیواد کی ترهګر پیښی د افغانستان له خوا کیږی خو افغانستان ددی څخه انکار کوی، پوهان وایی چې که افغانستان د ضد سیاست پریږدي نو بیا د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوله ټینګیدل آسان کار دې خو افغانستان له دې انکار کوي او په خپله خاوره د ناقانونه ګرځول شوو ډلو پر ضد اقدام نه کوي چې له امله ترنن پورې یو شمیر پاکستان امنیتي ځواک اهلکار او عام اولس له دې ترهګرو لوري هدف ګرځیدلي دي

دا هم باید یادونه وشی چې د افغان لوري پر پاکستاني پوستو او سیمو د بریدونو وروسته پاکستان افغانستان سره خپل ټول سرحدونه له ۱۲ اکتوبر څخه چې نن ی ۴۰ څلویښتمه ورخ ده، د سوداګریزو فعالیتونو پرمخ تړلي دي ، یوازې افغان کډوالو پر مخ د تورخم او سپین بودلدک دروازه پرانستلې ده

نورخبرونه:  افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

Related Articles

د افغانستان ډیپلوماتیک مامورنیو د شورای په یو بیان کې ویلي دي چې د طالبانو دا نوې قانون له بشري حقونو څخه ښکار سرغړونه ده

January 28, 2026

د قطر هیواد له لوري د پاکستان طب په میدان کې کارکوونکو کسانو لپاره د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي

January 28, 2026

دفاع وزیر خواجه آصف هم په خبري غونډه کې ویلي دي چې وفاق په وادي تیراه کې د پوځي اپریشن په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې

January 28, 2026

د افغان طالبانو مشر هیبت الله په مشرۍ کې یو کمیسیون جوړ شوې چې موخه ی دا ده چې په سرحدي سیمو کې قبایلي مشرانو سره غونډې تابیا کړې ترڅو په سرحدي سیمو کې د پاکستان پر ضد تحریکونه راپیدا کړي

January 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *