تازه خبرونه

د افغانستان سوداګرۍ وزیر د هند په نوي ډیلي کې سوداګریز نندارتون دوره کړې

د افغانستان سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په نوي ډیلي کې په سوداګریز نندارتون کې افغان سوداګرو سره لیدلي او ددوی ستونزې ی اړوند هندي چارواکو ته رسولو ژمنه کړې
پاکستان خپل سرحدونه له فغانستان لوري بریدونو وروسته د تجارتي هلوځلو پر مخ تړلي دي

هند سره د تجارتي اړیکو په پراخه ولو سیاسي شنونکي وایی چې څومر چې افغان طالب چارواکي هند ته ور نزدې کیږي ،د پاکستان په اړه ددوی په سوچ او سیاست کې د ضد سیاست زیاتیږي

کابل /اسلام آباد:  د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، الحاج نورالدین عزیزی پرون نوي ډیلي ته د خپل رسمي سفر پر مهال د پراګتي میدان نړیوال سوداګریز نندارتون لیدنه وکړه ،په دې نندارتون کې افغان وزیر افغان سودګرو سره وکتل او د افغان شرکتونو سټالونه یې وکتل

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر د نندارتون له ګډون کوونکو افغان شرکتونو استازو سره وکتل او د دوی د فعالیتونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو بشپړمعلومات ی  ترلاسه کړل

په دې لیدنه کې افغان سوداګرو هند سره  په سوداګرۍ کولو خوښي څرګنده کړه، خو د بانکي خدمتونو، ګمرکي چارو او تنظیمي قوانینو په ګډون ځينې ستونزې او ننګونو یادونه ی هم وکړه

په دې مهال د افغانستان تجارت وزیر  الحاج نورالدین عزیزی  افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې یادې ستونزې به د هند له اړوندو چارواکو سره شریکې شي او د حل لپاره به ی لازمې هڅې وشي ترڅو د افغان سوداګرو دا ستونزې هوارې شي او دوی له هند سره کلکي تجارتي اړیکې ولري

له دې سربېره، د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هند د سوداګرۍ د پرمختیا د ادارې له لوړپوړو مسؤولینو سره ځانګړې ناسته هم وکړه،  په دغه غونډه کې د سوداګریزو نندارتونونو ارزښت، د افغان شرکتونو فعاله ګډون، افغان شرکتونو لپاره یو ځانګړې پویلین جوړولو او ځانګړې کول،   افغان تجارانو لپاره د ویزې د ترلاسه کولو اسانتیاوې، په نوي ډېلي او کابل کې د ګډ افغان–هند نندارتون جوړولو او د دوه اړخیزې اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا موضوعات ترخبرو لاندې راغلل او و څیړل شول

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د افغان د سوداګرۍ وزارت پلاوي هند ته ته دغه سفر د اسلامي امارت د هغو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د افغانستان سوداګریز حضور د سیمې په بازارونو کې مستحکم کړي او او د افغانستان نورو هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخا کړي

هند سره نزدیوالې او د ضد سیاست

سیاسي او اقتصادي کارپوهان وایی چې کله نه چې طالب چارواکي هند ته په سیاسي او اقتصادي میدان کې ور نزدې کیږي  ، د پاکستان په اړه د افغان طالب چارواکو په سوچ او سیاست کې د ضد او تضاد سیاست زیاتیږي

کارپوهان او څیړونکي وایی چې د افغان چارواکو دغه تګلاره به د سیمه د ناارامۍ او بې ثباتي په پایله تمامه شی ځکه هند په سیمه کې شخړو او جنګ ته لمن وهي

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ کې پلاوي هندي اړوند چارواکو سره لیدنه هم کړې

نورخبرونه:  افغان سوداګردې نورو هیوادونو سره د تجارت لارې ولټوي: ملا برادر اخند

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *