تازه خبرونه

په چانکیه کې دفاعي غونډه: د هند د پوځ  جرنیل لوی ادعاوې تر جدي پوښتنو لاندې راغلې

د هندي جرنیل ادعاوي پاکستان لوري شنونکو او نور څیړنکارانو بې اساسه ګرځولي دي
هندي چارواکي په بیله بیلو وختونو کې داسې بیانونه خپروي چې د سیمې وضعیت له جدي ګواښونو او اندیښنو سره مخ کوي

اسلام اباد وایی چې له هند لوري ناسم بیانونه د سیمې امن او ثبات له جدي ګواښونو سره مخ کوي

د هند د پوځ لوی درستیز جنرل اوپېندرا دويودی د چانکیه  دفاعي خبرې غونډه کې د امنیت، ترهګرۍ او سیمه‌یزو اړیکو په اړه ادعاوې کړي، خو پاکستاني چارواکو، شنونکو او د بشري حقونو سرچینو دا څرګندونې بې‌اساسه، د شواهدو نه لری او “سیاسي وینا” بللي دي.

    د کشمیر د امنیت او ترهګرۍ په اړه ادعاوې تر شک لاندې راځي

جنرل دويودی ویلي چې د ۲۰۱۹ د اګست راهیسې په کشمیر کې ترهګري “په ډرامایی ډول کمه شوې” ده او په وژل شوو کسانو کې ۶۱ فیصده پاکستانيان دي.

خو پاکستاني سرچینې، نړیوال بشري حقونو تنظيمونه او د ملګرو ملتونو کارپوهان دا ادعاوې بې بنسټه ګرځوي

تنظيمونه  وایي چې هند تر دې دمه د دې ادعاوو د تایید لپاره نه شفاف شواهد، نه د باور وړ عدلي اسناد، او نه هم د خپلواک نړیوال تایید پایلې وړاندې کړي دي

د بشري حقونو راپورونه لا هم په کشمیر کې د تاوتریخوالي، ځورونې، بې‌درملتوب او سیاسي فشارونو دوام ښيي ـ هغه وضعیت چې د هند د “ثبات” له روایت سره په ټکر کې دی

شنونکي ټینګار کوي چې د هند د پوځ انتخابي بیانونه د کشمیریانو مشروع سیاسي مبارزه بدنامه کوي او بې له شواهدو یې د “بهرني ملاتړ ترهګري” بولي

  د هند تګلاره: ترهګري او خبرو اترو څخه انکار

جنرل دويودی دا خبره  تکرار کړی چې هند به تر هغو له پاکستان سره خبرې ونه کړي څو ترهګري پای ته ونه رسېږي.

پاکستان دا دریځ “غیر منطقي او د سولې د مخنیوي هڅه” بولي

اسلام‌اباد وایي چې هند خپله په کشمیر کې پوځي کړنې، سیاسي فشارونه او د خلکو پر ازادیو محدودیتونه پټوي او د خبرو اترو لاره په جعلي امنیتي ادعاوو بندوي.

 “وینه او اوبه یو ځای نه شي بهېدلی” اصطلاح د پاکستان په وینا یوه قصدي سیاسي وسیله ده چې ګډې سرچینې، ډیپلماټیک تماسونه او باور جوړونه زیانمنوي

     سندور عملیات او د جګړې ګواښ

جنرل دويودی د هند د پوځي عملیاتو سندور یوازې “یوه وړاندوینه” بللې او د “شدید غبرګون” خبرداری یې ورکړی

پاکستان دا څرګندونې د سیمه‌ییزو تاوتریخوالو د زیاتېدو لپاره خطرناک ګڼي او وایي چې هند پرته له شواهدو د عملیاتو بریالیتوب ادعا کوي، خو نه د ملکي زیانونو په اړه معلومات شریکوي او نه د خپلواک تایید اجازه ورکوي

   د هند پوځي عصریت؛ د سیمې د وسلو سیالي زیاته کړی

د هند د پوځ مشر د څو ساحو جګړې، ټکنالوژیک عصریت او “ستراتیژیک باور” د جوړېدو خبرې کړي

خو پاکستان وایي چې دا لوری سیمه په نویو وسلو سیالیو بدلوي او امنیتي اندېښنې راپارولې دي

اسلام‌اباد ټینګار کوي چې عصریت باید د وسلو کنټرول، ډیپلوماتیکو هڅو او اعتماد جوړونې سره مل وي، نه یوازې د ځواک د څرګندولو لپاره

   د مانیپور بیلګه او د کورني ثبات سوالونه

جنرل دويودی د مانیپور د امنیت ښه وضعیت یاد کړی، خو پاکستان وایي چې دا هڅه ده چې د کشمیر له سیاسي بحران، بشري حقونو سرغړونو او دوامدار مقاومت څخه پام واړول شي

پاکستان استدلال کوي چې د هند دننه ټولنیز وېش، مذهبي تاوتریخوالی او د ادارې ستونزې د دې هېواد د امنیت د روایت تر سوال لاندې راولي

  د ادعا شوو وژل شوو “پاکستاني” ترهګرو په اړه شکونه

د هند د پوځ مشر ویلي چې په کشمیر کې وژل شوي ۶۱ سلنه کسان پاکستانيان دي، خو پاکستان او نړیوال شنونکي وایي چې هند تر اوسه د دې ارقامو لپاره نه اسناد، نه نوملړ، نه استخباراتي شواهد او نه د خپلواک تایید معلومات وړاندې کړي دي

د دوی په وینا، دا شمېرې د سختو پوځي عملیاتو د توجیه او د کشمیریانو د مقاومت د بې اعتباره کولو لپاره کارول کېږي

پایله

پاکستان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د هند د پوځ ادعاوې په ازاد ډول وڅېړل شي.د خپلواک تحقیقاتو ملاتړ وکړي او د کشمیر د خلکو د سیاسي حقونو او بشري آزادیو په اساس د لانجې د حل لپاره مرسته وکړي

اسلام‌اباد ټینګار کوي چې د جګړې، ګواښونو او ناسم روایتونو دوام د سیمې ثبات له خطر سره مخ کوي او یوازینی حل د خبرو، ډیپلماسۍ او د کشمیري ولس د ازادي په احترام کې دی

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *